د ننګرهار پوهنتون متقاعد استادان وستایل شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۰:۵
Picture

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو او څانګو د ۱۳ تنو استادانو، چې سږ کال تقاعد ته سوق شوي وو، د اکاډمیکو خدمتونو قدردانی وشو.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون ریاست کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شـیخ انعام الله مدني په علمي، تدریسي او اداري برخو کې د متقاعدو استادانو د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.


نوموړي وويل: نن ورځ مونږ او تاسې د داسې شخصيتونو په وياړ راټول شوي يو، چې هر یو تن یې نږدې څلور لسیزې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ولس او خاورې خدمت وکړ.
شـیخ انعام الله مدني زياته کړه: د ننګرهار پوهنتون د علمي پرمختګ او اکاډميکو چارو د سمبالتيا په برخه کې زمونږ د درنو استادانو هڅې او کوښښونه له هیچا پټ نه دي، مونږ يې قدردانى کوو او د الله تعالی  له درباره درنو استادانو ته د اجر او د ښې روغتیا غوښتنه کوو.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د غونډې نور وینال وال وو، چې د متقاعدو استادانو په ترسره کړیو خدمتونو یې رڼا واچوله او د ستاینې تر څنګ یې له هغوی څخه په راتلونکې کې هم د مرستې او علمي همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د متقاعدو استادانو په استازولۍ د شرعیاتو پوهنځي  متقاعد استاد پوهنوال مـولوي محمد شریف رحماني د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د دوی خدمتونه يې وستايل او ژمنه يې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له ادارې او اړوندو څانګو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د غونډې په پاى کې د پوهنتون مشرتابه له لوري متقاعدو استادانو ته د هغوی د خدمتونو د قدرداني په موخه ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu