ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۶:۴
Picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه، د پوهنتون مرستیالانو، د ازموینو کمېټې غړو، د استادانو چارو، محصلانو چارو، اړیکو او نشراتو، خدماتو او د لیلیې مسؤلینو برخه لرله.
د مجلس پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيخ انعام الله مدني اړوندو مسؤلینو ته د کانکور د راتلونکې ازموینې لپاره د اړینو تدابیرو نیولو او لازم چمتووالي سپارښتنه وکړه. 
د بایومتریک او ازموینې لپاره د مناسبو محلونو جوړول، د ممتحنو استادانو ټاکل، امنیت او خوندیتوب، صحي ټیمونو ګمارل، ترانسپورت، له رسنیو د کانکور اړوند خبرتیاوو او معلوماتو خپرول هغه موضوعات وو، چې په غونډه کې پرې بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
د ازموینو ملي ادارې له پلان سره سم د ننګرهار ولایت د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پروسه به راتلونکې سه شنبه او چهارشنبه د سرطان/ چنګاښ په (۱۲- ۱۳مه) نېټه او د کانکور ازموینه به د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو د سرطان/ چنګاښ په (۱۴– ۱۵ – ۱٦ مه) نېټه په ننګرهار پوهنتون کې واخیستل شي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu