د عطاء خيريه بنسټ مسؤلينو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۴۸
Picture

د يادې ليدنې پر مهال، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس، مرستيالانو او د ياد بنسټ مشر او يو شمېر غړو په کې حضور درلود، راتلونکي کې د متقابلو همکاريو درلودلو او ولسونو ته د خير ښېګنې د کارونو پراختيا تر څنګ هېواد کې د يو مجهز روغتون جوړولو په هکله بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــ/يخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د عطاء خيريه بنسټ کړنې وستايلې او له هغه يې مننه وکړه، چې په هېواد کې د کونډو او يتيمانو اړتياوو او ستونزو ته پر وخت رسيده ګي کوي او د هغوی لاسنيوی کوي.

نوموړي زياته کړه، ټول خيريه بنسټونه بايد د الله ج رضا په پام کې نيولو سره خپلې مرستې پر مستحقو او بې وزله هېوادوالو ووېشي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي د خپلو خبرو پر مهال نوموړي ته خپله اړونده برخه کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون استادان او علمي کادرونه به د ياد بنسټ د چارو په لا پراختيا او پياوړتيا کې ورسره خپلې مشورې او نظريات شريک کړي.

د عطاء خيريه بنسټ مشر او مسؤل عطاء الله شګيوال د ننګرهار پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چې د هغه د کړنو قدردانی يې وکړ او ويې ويل، چې د خپلو ناچاره او بې بضاعته هېوادوالو په لاسنيوي او ورسره همکارۍ ترسره کولو کې به د ستړيا احساس ونه کړي.

نوموړي دغه راز د خپل بنسټ پر لرليد، فعاليتونو او راتلونکو پلانونو رڼا واچوله او د ياد بنسټ له لوري په کابل کې د زړه ناروغيو د يو مجهز روغتون جوړېدو په برخه کې يې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د استادانو مشورو غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا ورته په ياده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu