د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر - انفکاک، نظم او دسپلين مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۳۷
Picture

په يادو کاري ناستو کې، چې نن د غوايي په ۱۰ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون مرستيالانو، اړوندو پوهنځيو رئيسانو او ځينو امرينو په کې برخه لرله، د پوهنتون مالي، اداري، املاکو، د استادانو تقرر، انفکاک او يو شمېر نورو مسايلو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس شــيـ/خ انعام الله مدني د پرانيستې وينا پر مهال د ټولو پوهنځیو له رئیسانو مننه وکړه، چې د تدریسي بهیر د پیاوړتیا سربېره په خپلو اړوندو برخو کې مثبتې کړنې ترسره کوي او سپارښتنه یې وکړه چې د اداري مجالسو پر مهال د نيول کېدونکو تصامیمو په تعمیل کې جدي واوسي.

د پوهنتون رئيس د استادانو او محصلینو په حاضرۍ او ټاکلي وخت د پوهنځیو په کچه د شته ستونزو او اړتیاوو د لمنځه وړلو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د هر هغه چا کلک ملاتړی دی چې د پوهنتون د بهبود فکر ولري او د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې هلې ځلې کوي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي د خپلو ويناوو پر مهال خوښي څرګنده کړه، چې ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمين پروسې د ارزونې په پايله کې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي او دا يې د ننګرهار پوهنتون د استادانو، منسوبينو او محصلينو لپاره ستر وياړ وباله.

د نوموړو په وينا، نږدې راتلونکي کې به د يوې غونډې په ترڅ کې ټول هغه استادان او مامورين تشويق او وستايي چې د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس او د کيفيت د تضمين پروسې پلي کېدو په برخه کې يې زحمتونه ګاللي دي.

د يادو مجالسو پر مهال د پوهنتون کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې لنډمهاله روزنيزو برنامو تنظيمولو، پوهنځيو لپاره د لازمو سهولتونو اماده کولو، ليليې، املاکو او ځينو تدارکاتي مسايلو په اړه خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول. 

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او بامیان پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۷ کيسونو، انفکاک ۲ کیسونو، نظم او دسپلين ۵ کيسونو او ځینو نورو متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu