د ننګرهار پوهنتون محصلینو له لوري جوړه شوې ډرون الوتکه نندارې ته وړاندې شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۶:۴۱
picture

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي ریاضي څانګې څلورم ټولګي محصلینو له لوري جوړې شوې ډرون الوتکې ته نن د پوهنتون د رهبرۍ غړو، استادانو او راغلو مېلمنو په حضور کې بریالۍ ازمايښتي الوتنه ورکړل شوه.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو سربېره د الوتکې جوړوونکو محصلینو او د هغوی لارښود استاد برخه درلوده.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـيـ/خ انعام الله مدني د ساینس پوهنځي د محصلینو د دغه نوښت او ابتکار ستاينه وکړه او دا یې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د ننګرهار پوهنتون لپاره ستره لاسته راوړنه او پرمختګ وباله.

نوموړي یادو محصلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د یاد صنعت په برخه کې محترک واوسي او د مختلفو نوښتونو رامنځ کولو لپاره پیاوړي مهارتونه ترلاسه کړي.

picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د یادو محصلینو هلې ځلې یې وستایلې، هغوی ته یې د هر راز سهولتونو او امکاناتو برابرولو ژمنه وکړه او زیاته يې کړه، هڅه به وکړي چې ياد محصلين په اړونده او نورو برخو کې د مسلکي او متخصصو اشخاصو سره وصل کړي تر څو ورسره په راتلونکو پروژو کې همکاري ترسره او پرمختللي اختراعات وکړي.

د ساينس پوهنځي استاد پوهنمل نور زمان باوري د غونډې پر مهال د پوهنتون رئيس او مرستيالانو ته د ډرون الوتکې په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل، د دوی له پروژو څخه يې د پوهنتون د رهبرۍ له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او ځينې وړانديزونه او اړتياوې يې هم شريکې کړې، چې د پوهنتون مشرتابه يې د پوره کولو ډاډ ورکړ.

د ساينس پوهنځي محصل عبدالباسط سمير چې د خپلو ملګرو په مرسته او د استادانو په لارښوونه يې دغه F22 ماډل ډرون الوتکه جوړه کړې وويل، ياده ډرون الوتکه يې له (کاک) کاغذ څخه د يوې مياشت په موده کې جوړه کړې او کولی شي چې تر ۵۰۰ متره ارتفاع او يو نيم کيلو متر په اوږدوالي الوتنه وکړي او د خپل وزن سربېره ۵۰۰ ګرامه وزن پورته کړي.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu