ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ۹۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۲:۴۹
Picture

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد فارغان يې په ۵۷ مه تحصیلي دوره کې د معالجوي طب په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت د جلال آباد ښار ستاره شرق هوټل تالار کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د طب پوهنځي د مسؤلینو، استادانو او فارغانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه غړو، د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو معین، د ولایت مقام مرستیال، د ولایتي ادارې رئیسانو، علماوو، د رسنیو استازو او د فارغانو د کورنیو غړو برخه لرله.

فراغت غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي په ۵۷ مه تحصیلي دوره کې ۹۱ تنه د معالجوي طب ډاکتران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او له فارغو ډاکتر صاحبانو یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو صلاحيتونو او وړتياوو نه په ګټې اخيستنه دې د هېواد د روغتیايي ډګر د پرمختګ لپاره کار وکړي او جګړه ځپلې ټولنې ته په خدمت کولو سره دې خپل رسالت د خداى (ج) او ولس په وړاندې په ښه توګه ادا کړي.

ښاغلي ناصح په ياد شمېر کې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو فراغت لويه لاسته راوړنه وبلله او د اسلامي امـ/ارت له مسؤلو ارګانونو او خصوصي سکتور یې غوښتنه وکړه، چې ورته د کار او خدمت زمينه برابره کړي.

د پوهنتون علمي مرستیال فارغو ډاکترانو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکې هم د خپل پوهنتون سره په اړيکه کې واوسي او په ابادۍ او ښېرازۍ کې يې برخه واخلي.

د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي په خپلو خبرو کې فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې خپل فراغت وروستی ونه ګڼي او د لا نورو مسلکي او تخصصي زده کړو لپاره هڅه او هاند وکړي.

نوموړي د غونډې برخوالو ته د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه پیغام هم ولوسته، چې په کې د هېواد په کچه په تحصیلي بنسټونو کې د پام وړ پرمختګونو رامنځ ته کېدو او نويو سیستمونو د پلي کېدو خبره شوې وه.

د ننګرهار مرستیال والي مـ/ولوي سعید احمد بنوري، د ننګرهار د علماوو شورا رئیس شـ/يخ حضرت جان حنفي، د طب پوهنځي استاد پوهاند ډاکتر حبیب الله مـ/ولوي زاده او د امنیې قومـ/ـاندانۍ مرستیال مـ/ولوي محمد طاهر مبارز د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو پر مهال یې د یادو مسلکي کادرونو په فراغت خوښي څرګنده کړه او فارغ ډاکتران یې خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.

د فارغانو په استازیتوب ډاکتر عبدالرازق زیار خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون او طب پوهنځي له مشرتابه او استادانو یې مننه وکړه، چې د دوی په روزنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د مسؤلینو او استادانو له خوا پر فارغانو د فراغت تصدیقونه وویشل شول.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د تاسیس له مهاله تر دې دمه یې په ۵۷ تحصیلي دورو کې ۴۶۹۶ تنه معالج ډاکتران روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu