د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي ددې پوهنتون د مرکزي کمپس د بیرونۍ نما جوړېدو چارو څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۴۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستيال پوهندوى احسان الله ناصح او د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي یې ملتیا کوله، د پوهنتون د مرکزي کمپس د بیرونۍ نما د جوړېدو چارې له نږدې ولیدي.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د اړوند شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې یادې ودانیزې چارې باید له پلان سره سم په معیاري ډول په خپل وخت سرته ورسوي، چې د شرکت د مسؤلینو له خوا ورته د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په یاده رغنیزه پروژه کې یو کیلومتر او ۱۲ متره پلې لاره، ویاله، ګلدانونه او په اساسي توګه د پوهنتون د عمومي دروازې جوړېدل شامل دي، چې د جلال آباد ښاروالۍ له خوا د UNOPS ادارې د ۲۳.۴ میلیونه افغانیو په مالي مرسته د درېو میاشتو په موده کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu