د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د شرعیاتو پوهنځي د چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي یې ملتیا کوله، د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د چارو د څارنې او ارزونې په لړ کې دا ځل د شرعیاتو پوهنځي د علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال پوهاند بهسودوال شرعیاتو پوهنځی د لیسانس د ورځې او شپې پروګرامونو سربېره د دکتورا او ماسترۍ د دریو برنامو په لرلو سره د ننګرهار پوهنتون له ځواکمنو پوهنځیو یاد کړ او د پوهنځي د مسؤلینو او استادانو څخه د مننې تر څنګ یې هغوی د اړوندو برنامو لا بهبود او معیاري کېدو ته راوبلل.

د پوهنتون رئیس او مرستیالانو د تضمین کیفیت د دوامدارې پروسې په معیارونو او د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم (HEMIS) په اساس د پوهنځي د چارو د برابرولو په اړه د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې، چې د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د اړوندو څانګو د مسؤلینو له خوا ورته په یاده برخه کې د اړینو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د مجلس په پای کې د پوهنتون مشرتابه د پوهنځي د ریاست، دیپارتمنتونو او اداري مدیریتونو چارې له نږدې وليدې او د استادانو ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي څخه ۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي جیولوجي او کانونو څانګې څخه په ۸ مه دوره کې۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حمل میاشتې په ۲۴ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، پوهنځيو او تدريسي روغتون رئیسانو، د شورا غړو او استادانو په کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu