د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د قربانۍ مسایلو په هکله سيمینار وړاندې شو.
د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قربانۍ احکامو او شرعي مسایلو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب اداري کارکوونکو ته د سهارني درس پر مهال وړاندې کړ، پر مهال یې د قربانۍ پېژندنه، شرعي طریقه، فضیلت، اهمیت، شرایط، د مشروعیت فلسفه، قربانۍ کې د خلکو عامې تېروتنې او نور مسایل د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح او په اړه یې معلومات ورکړل.
په پای کې د سیمینار ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او ورته سپارښتنه وشوه، چې د قربانۍ احکام په ښه توګه زده او عملي کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
