ننګرهار پوهنتون کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره پای ته ورسېده.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
picture

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د رمضان المبارک میاشتې په لړ کې د قرانکریم (النساء، النور او الأحزاب) سورتونو د ترجمې او تفسیر دوره چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته پیل شوې وه، په ځانګړو اختتامیه مراسمو سره پای ته ورسېده.
د یادو مبارکو سورتونو ترجمه او تفسیر د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف له خوا ترسره او همدارنګه د دې یوې میاشتې په لړ کې د اعتکاف، سرسایې او قدر شپې په هکله د یاد امریت مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب له خوا  کارکوونکو ته دیني او معلوماتي سيمینارونه هم ارایه شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu