نګرهار پوهنتون کې د روان سمستر منځنۍ ازموینې پیل شوې.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۲۰:۴۸
pic

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې د رواني وري میاشتې په ۲۰ مه نېټه پیل شوې، دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د بېلابېلو پوهنځيو د ازموینو صحنو څخه ليدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د پوهنځیو مسؤلینو، استادانو او د ازموینو کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې ازموینې دې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره روڼتیا او شفافیت واخلي او پایلې دې یې په خپل وخت اعلان کړي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال له پوهنتون څخه د بهر اوسېدونکو محصلینو احوال واخیست.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

BACK TO NEWS

User account menu