ننګرهار پوهنتون کې د رهبرۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۹
image

 

یاد ورکشاپ، چې د لوړو زده کړو د پرمختګ پروګرام (HEDP) په نوښت د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې جوړ او ۶ ورځې به دوام وکړي، د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو رئیسان، مرستیالان او د څانګو آمرین په کې برخه لري.

د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په تحصیلي موسساتو کې د غوره رهبرۍ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وويل: د علمي او اکاډمیکو مرکزونو پرمختګ د هغوی د رهبرۍ پورې تړلی دی، که د ادارو مسؤلین د رهبرۍ په اصولو او نزاکتونو پوه او خبر وو، نو د اداري نظم سره سم علمي او تدریسي پرمختګ ته هم زمینه برابرېږي.

د پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو د پرمختګ پروګرام (HEDP) ادارې مننه وکړه، چې دې روزنیز پروګرام ته يې زمینه برابره کړه او له ګډونوالو استادانو یې غوښتنه وکړه، چې په فعال ګډون سره د ورکشاپ له مطالبو ګټه پورته کړي او د خپلو پوهنځيو د څانګو له نورو آمرینو سره يې هم شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون او افغان طیور امارتي شرکت مسؤلینو تر منځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو همکاریو پراختیا په موخه غونډه وشوه.

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د افغان طیور امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په ودونو کې د ناوړو رواجونو په هکله معلوماتي سيمینار او تمثیلي ننداره وړاندې شوه.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریتونو له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مسؤلینو سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو سلګونو تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu