ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي کې د استادانو او محصلینو د ترسره کړیو څېړنو پایلو شریکولو په موخه دوه ورځنی علمي سيمینار دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۴۰
picture

د مسؤلینو په وینا، د یاد دوه ورځني علمي سيمینار په ترڅ کې به په نړیوالو ژورنالونو کې ددې پوهنځي د استادانو د نشر شویو څېړنو پایلې شریکې او د انجنیري مسلک اړوند پر بېلابېلو اړینو موضوعاتو به استادان او محصلین خپل چمتو کړي علمي کنفرانسونه ارایه کړي.
د سيمینار د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د یاد علمي سيمینار په اهمیت او ګټو خبرې وکړې، څېړونکو استادانو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او دایر شوی سيمینار یې د انجنیري پوهنځي له لوري غوره ابتکار وباله.
نوموړي وویل: د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د څېړنیزو فعالیتونو معیاري کېدو او پراختیا لپاره پوهنتونونو ته لازم امکانات او منابع  په واک کې ورکړي، دې برخه کې د مناسبو فرصتونو برابرېدو هڅې روانې دي او د ننګرهار پوهنتون استادان او محصلین باید د څېړنیزې برخې بډاینې لپاره  لا زیاتې هلې ځلې ترسره کړي.  
د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي په وینا، د جوړ شوي علمي سيمینار پر مهال به د استادانو او محصلینو له لوري د ۱۵ نړیوالو علمي څېړنو پایلې شریکې او تر څنګ به یې په ۱۵ موضوعاتو علمي کنفرانسونه ارایه شي.
د نوموړي په وینا په دې سيمینار کې به د پوهنځي په کچه د څېړنو، تدریس او کمېټو په برخه کې فعال استادان هم وستایل شي. 
د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د څېړنو کمېټې مسؤلین وايي، د تېرو۳ کلونو په لړ کې ددې پوهنځي د استادانواو علمي کادر غړو شاوخوا ۷۰ علمي څېړنې په نړیوالو او ملي ژورنالونو کې خپرې شوي او همدارنګه  ګڼ شمېر  محصلینو پر مختلفو مسایلو سلګونه څېړنې ترسره کړي، چې پایلې یې سکتوري ریاستونو سره شریکې شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال له پوهنتون څخه د بهر اوسېدونکو محصلینو احوال واخیست.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

BACK TO NEWS

User account menu