ساينس پوهنځی بيولوژي څانګه
بيولوژي څانګه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وکفي والصلاة والسلام علي عباده الذین اصطفي اما بعد:
د ډيپارتمنت امر پيغام!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د بیولوژي ډيپارتمنت خوښ دي چې د ځوان کادرونو په وسیله د کریدیت په اساس ترتیب شوی تحصیلی نصاب د هیواد ځوان کهول ته په پوره اخلاص د نویو او بکرو میتودونو، عصري تکنالوژۍ او تعلیم او تربيی د اسلامی، افغانی کلتورونو په نظر کې نیولو سره پلی او د بیولوژيست په توګه علمی کادرونه ټولنې ته تقدیموی.
دايو منلي حقيقت دي هغه علمی نهادونه چې ځان کې وړتيا ويني د کيفیت، څار او ارزونې څخه د پوره ژمنتیا په لرلو سره هيڅکله ويره او ډار نه احساسوي او غوښتنه يې داوي چې بايد وارزول شوي. د بیولوژی ډيپارتمنت له دې امله چې ټولې کړنې يې د لوړو زده کړو محترم وزارت د قوانينو او لوايحو سره سمې پرمخ ځي د تضمين کيفيت پروسي اړوند نصاب د تطبیق ته يې تل په پراخه ټنډه ښه راغلاست ويلي دي او ټولې لارښوونې يې وخت پروخت د پلان سره سمې اجرا او اړونده مقام ته يې شفاف او روڼ ګزارش سپارې. اوس وخت کې د ډيپآرتمنت ټول استادان د سمستر په شروع کې د درس د پيل په لومړنۍ او نۍ د رسي پلان او کورسي پاليسي سپاري، د پوهنځي د تضمين کيفيت کميټې مشر د همکارانو پر مټ نويو راغليو محصلانو ته مقدماتي د پوهنتون او پوهنځي معرفت غونډه او د کريډيټ سيستم تشريح کوي. د ډيپارتمنت خپل ورځنې، مياشتني او کلنۍ ټولې چارې د منظم مهال ويش سره سم ترلاسه کوي.
بیولوژي ډيپارټمنټ استادانو هميشه د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د معیاري نصاب ترتیبولو هڅه کړي او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته يي د لیسانس دورې تجدید شوي نصاب د منظورۍ لپاره وړاندیز کوي، په ترتیب شوي نصاب کي د مهالويش سره سم تفاهم غونډي ترسره کړي د بعدی نوښتونو او ابتکاراتو لپاره يي وړانديزونه راجمع او ذي دخله اورګانونو سره شريک کړی دی. په اینده کي هیله لری چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د واحد نصاب په کلسترونو کې به د ساینس بیولوژي ډيپارتمنټونو استادانو سره نظرونه شریک تر څو د يو غښتلی او د ټولني د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره به منلی تحصیلی نصاب ولرو.
پوهندوی زیارت ګل منصور
د بیولوژي څانګې امر
بیولوژي ډيپارټمنټ پيژندنه
ایجاد نیټه
د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په ۱۳۹۰ه ش کال تاسيس او په ۱۳۹۳هـ ش کال بیولوژي د ځانګړې څانګې په څير ایجاد شوه
لرليد
د زده کړي، روزني او څيړني له لاري د مسلکي کادرونو روزنه؛ ترڅو په هيواد کې با ارزښته خدمات وړاندي او دوامداره پرمختګ تضمين شي.
ماموريت
د ټولني د پرمختګ او بدليدونکو اړتياو په ګوته کولو لپاره د باکيفيته څيړني، روزني او مشارکت له لاري په ساينسي کشفياتو او د ټولني په پرمختيايي پروژو کې ونده اخیستل.
ډيپارټمنټ د ایجاد اړتیا
- د مسلکي او متخصصو کادرونو روزل.
- د دولتي او خصوصي پوهنتونو او تحصيلي موسساتو لپاره د علمي کادرونو روزل.
- د دولتي او خصوصي ښوونځيو لپاره د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزل.
- د بيولوژي د دولتي او خصوصي لابراتوارونو لپاره د مسلکي او متخصصو اسيستانت تانو روزل.
- د مسلکي کادرونو د روزني له لاري د هيواد په کچه د ملي پروژو په تطبيق کې ونډه اخيستنه.
- د اداري فساد په وړاندي مبارزه او د هيواد په بيا رغونه کې ونډه اخيستنه.
- د تحصيلي مراکزو لکه د دولتي او خصوصي ښوونځيو، تحصيلي کورسونو او د بيولوژي څانګي نورو اړونده مراکزو اړتياوي.
- په بيولوژي څانګه کې د نظري او عملي تدريس لپاره د دولتي او خصوصي پوهنتونو د کادري استادانو اړتياوي.
- د ښوونځيو او نيمه عالي انستيتوتونو په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کولولپاره د مسلکي کسانو اړتياوي.
د ژوند چاپيريال، طبيعي زیرمو ساتني، د ژوبڼونو د ژونديو تنوع او چاپیريالي ککړتيا د مخنيوي په برخو کې د دولتي او خصوصي سکتور اړتياوي.
اداری جوړښت
|
داستاد نوم |
علمي رتبه |
کتنې |
|
زیارت ګل |
پوهندوی |
بیولوژي ځانګی امر |
|
الله نظر |
پوهندوی |
بیولوژي ځانګی غړی |
|
عارف الله |
پوهنمل |
بیولوژي ځانګی غړی |
|
عصمت الله |
نامزاد پوهنیار |
بیولوژي ځانګی غړی |
|
عظمت الله |
نامزاد پوهنیار |
بیولوژي ځانګی غړی |
استادانو په کمیټو کي د غړیتوب له مخي شهرت
|
ګڼه |
نوم |
پوهنځی |
اوونیزدرسي مکلفیت |
په اونۍ کې درسي ورځې |
د پوهنځي په کمېټوکې مشري یا غړیتوب |
کتنې |
|
1 |
پوهندوي زیارت ګل منصور |
ساینس |
۱۲ ساعته |
۵ |
نصاب او دسپلین کمیټو غړی |
|
|
2 |
پوهندوي الله نطر عاطف |
ساینس |
۱۵ ساعته |
۵ |
چاپيریال ساتنی کمیټي مشر او پلان پالیسی غړی |
|
|
3 |
پوهنمل عارف الله ضیا |
ساینس |
۱۵ ساعته |
۵ |
الکترونیکی مشر او ريسرچ کمیټو غړی |
|
|
۴ |
پوهنیار عضمت الله وزیری |
ساینس |
۱۲ ساعته |
۵ |
الکترونیکی او ريسرچ کمیټو غړی |
|
|
۵ |
پوهنیار عظمت الله عادل |
ساینس |
۱۲ ساعته |
۵ |
الکترونیکی او ريسرچ کمیټو غړی |
|
|
اسم |
تخلص |
ولد |
درجه تحصیل |
وظیفه |
پوهنځی |
دیپارتمنت |
شماره تلیفون |
ایمیل |
نوعیت وظیفه |
وقت تدریس |
|
زیارت ګل |
منصور |
محصل |
ماستر |
آمر دیپارتمنت |
ساینس |
بیولوژي |
۷۸۶۲۸۰۹۱۹ |
دایمی |
روزانه |
|
|
الله نظر |
عاظف |
دین محمد |
ماستر |
استاد |
ساینس |
بیولوژي |
۷۸۲۶۷۷۷۴۴ |
دایمی |
روزانه |
|
|
عصمت الله |
وزیری |
معبتر حان |
لیسانس |
استاد |
ساینس |
بیولوژي |
۷۸۷۵۱۰۲۷۰ |
|
دایمی |
روزانه |
|
عارف الله |
ضیاء |
سیدحسین |
ماستر |
استاد |
ساینس |
بیولوژي |
۷۰۵۴۸۷۹۷۰ |
دایمی |
روزانه |
|
|
عظمت الله |
عادل |
اصف شاه |
لیسانس |
استاد |
ساینس |
بیولوژي |
۷۸۹۷۶۴۱۴۰ |
|
دایمی |
روزانه |
اکاډیمیک پروګرامونه
د بيولوژي ډيپارټمنټ ليسانس دوره ټول (۱۵۲) کريډ يټونه لري چي د کريډټ سيستم په بڼه اته سمسترونو کې ترتيب شوي ، هر کريډټ نظري او عملي درسونه لري ، د نوموړي کريديتونو له (۷۰)کريديتونه = (۵۳٪)) د اختصاصي مضمونونو، (۳۶) کريديتونه =(۲۴٪) د اساسي مضمونو او (۲۹) کريديتونه =(۱۱٪) دعمومي مضامينو لپاره ځانګړي شوي ځیني علمي فعالیتونه يي لاندی ذکر کوو
د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول
د نړۍ ډېري پوهنتونونه د کريډيټ سيستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بيايي او له دې لارې محصيلينو د ښو پايلو لرونکو زده کړو او اسانتياوو زمينه برابروي چې له يوې خوا محصلين وکولاي شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهير پرمخ يوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتياوو څخه هم برخمن شي. د ساينس پوهنځي کيميا څانګه د کريډيټ سيستم زده کړو د پياوړتيا او معياري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:
- د کريډيټ سيستم د موثريت په اړه محصيلينو ته معالومات ورکول
- په څانګو کې د کرېډيټ سيستم عملي کېدو څارل
- د پايلو پر بنسټ د زده کړو په نتيجه کې د کرېډيټ لايحې موخې ترلاسه کول
- د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
- د کرېډيټ لايحې په اساس د عملي زده کړو پياوړي کول
- د ټرانسکريپټونو د ترتيب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فيصدۍ تر څنګ د GPA په سيستم برابرول
. د زده کړيالانو لپاره د خدماتو او اسانتياوو پياوړتيا
پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې زده کړيالانو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پايلو په لرلو سره زده کړيالان وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړيواله کچه د زده کړيالانو توجه او رضايت خپل کړي. د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنځی او څانګي غواړي چې له يو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حيثيت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي.
درسي نصاب
د نوموړي څانګې د زده کړه ييزی برنامی وخت يا هغه وخت چی يو محصل کولای شی يوه څانګې څخه سند ترلاسه کړی څلورکاله ښودل شوی دی . چی اته سمسترونه سمسترونه په برکی نيسی . نوموړو څلورو کالونو څخه لومړی کال اساسی يا ابتدايي مضمونونو لوستل ضروری دی چی د اختصاصی مضامينو لپاره اساس او تهداب ګڼل کيږي، لومړی کال بايد محصلان انګليسی، کمپيوټر مهارتونه او رياضيکی مضامين لولی ، دڅلورم کال په پای کی بايد محصلين بايد د رشتی اړوند کانفرنسونه ، انترنشيپونه تيوريکی او عملی فعاليتونه خپل محيط کی تطبيق کړی . د انترنشيپ جوړيدو لپاره بايد د مختلفو دولتی او شخصی اداروسره قراردادونه ولری. د اتم سمستر په جريان کی محصلان د سمينار په ليکلو مکلف دی چی د د يپارټمنت په مشوره ورته موضوع تعين او دژوری هييت په وړاندی ارايه کيږی ، وروسته له ارايي څخه سمينار پوهنځی تاييدوی او کتابخانی ته داستفادی لپاره سپارل کيږی. دسمينار ارايه کول د فراغت لپاره حتمی شرط ګنل کيږی.







څيړنه
د پوهنځي د ریسرچ کمیټي په نوښت د محترم استاد عارف الله له خوا د سیمینار لیکلو فارمټ ترتیب شوی و چی د محصلانو او استادانو په وړاندی يي توضیح کړ ترڅو د څلورم ټولګی محصلان ورڅخه استفاده وکړی، تقریبا ۲ نړیوالي مقالي او ۵ داخلي مقالي د استادانو له خوا نشرته سپارل شوي دي. د افغان اسلامي پوهنتون نړیوال څيړنیز کنفرانس کي د استاد محترم عارف الله اشتراک کول، میکروبیولوژي اړوند ایج پایلوری علمي مقاله معتبر ژورنال کي چاپ کیدل، د محترم استاد عارف الله لخوا د شکري ناروغي اړوند ځيړنیز اثر او پوهندوي علمي رتبی لپاره د دوه درسی کتابونو ترجمه جریان لري
|
کڼه |
استاد نوم او تخلص |
علمی رتبه |
تحصیلي کچه |
عنوان |
ژورنال |
نشرکال |
|
۱ |
زیارت ګل منصور |
پوهندوی |
ماستر |
prevalence of plasmodium species infection and performance rdts test kits in malaria endemic region of |
ijsrm international journal of scientific research and management |
۲۰۲۶ |
|
۲ |
پوهندوی الله نظر عاطف |
پوهندوی |
ماستر |
antipromastigote activity of nicotiana tabaccum against leishmania tropica |
journal of multidisciplinary research and development |
۲۰۲۶ |
|
|
پوهنمل عارف الله ضیا |
|
ماستر |
Enhancing Research Visibility of Afghan Universities: Addressing the Gap in Academic Profiles and Affiliation Practices |
ijsrm international journal of scientific research and management |
۲۰۲۶ |
|
۳ |
پوهندوی الله نظر عاطف |
پوهندوی |
ماستر |
د افغانستان په ختیځ زون کی د باکتریایی انتاناتو د کچی او پر وړاندی یی د تجویزکیدونکو انټی بیوټیکونو د اغیز ارزونه(۱۴۰۳ ل) کال |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۴ |
پوهندوی الله نظر عاطف |
پوهندوی |
ماستر |
د افغانستان په ختیځ زون کی د باکتریایی انتاناتو د کچی او پر وړاندی یی د تجویزکیدونکو انټی بیوټیکونو د اغیز ارزونه(۱۴۰۲ل) کال |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۵ |
پوهندوی زیارت ګل منصور |
پوهندوی |
ماستر |
په صنعت او ټکنالوجی کی د فنګسونو کارونه |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۶ |
پوهندوی زیارت ګل منصور |
پوهندوی |
ماستر |
د انسان په روغتیا کی د ویټامین C اغیزی |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۷ |
عارف الله ضیا |
پوهنمل |
ماستر |
د معدی د افرازاتو پیژندنه ترکیب او په انسانی روغتیا یئ اغیزی |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۸ |
پعصمت الله وزیری |
پوهنیار |
لیسانس |
د کرنیزی بایو ټکنالوژی ورویستی پرمختګونه او د تطبیق لاری چاری |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
|
۹ |
عظمت الله عادل شینواری |
پوهنیار |
لیسانس |
په انسانی ناروغیو کی د نباتی درملو کارونه |
ساینس پوهنځي کنفرانسونو تالار |
۱۴۰۵ |
استادان
استادانو سره د ضرورت پر بنا او مهالويش سره سم د د ډیپارټمنټ غونډې ترسره شوی، په غونډو کي د راغلو مکتوبونو اوریدل د استادانو حاضری، علمی او ادرای مکلفیتونه، د استادانو له خوا درسی مواد او چيپټرونو تهیه ښه اپډيټ کول او نورو ټول د پوهنتون د رهبري له خوا اداری، علمی شورا، ترفیعاتو، او پوهنتون کميټو سپارښتنی استادانو ته قبول او ټول ورته پوره درناوي لري د تضمین کیفیت، او اړونده فرهنګی او ټولنیزو غونډو کی د ګډون لپاره استادانو په پوره تفاهم د د ګډون لپاره ژمنه کړی ترڅو د محصلانو په راتګ سره د سپورټ د ټیمونو تنظیم او ټولو غونډو کی د محصلانو په شمول فعاله ونډه واخیستل شي.
|
ګڼه |
استاد نوم |
تحصیلی سویه |
رشته |
تدریس کوونکي مضمونونه |
|
۱ |
پوهندوي زیارت ګل منصور |
ماستر |
زولوژي |
زولوژي، عمومي بیولوژي، جنیتک |
|
۲ |
پوهندوي الله نطر عاطف |
ماستر |
میکروبیولوژي |
میکروبیولوژي، پرازیتولوژي |
|
۳ |
پوهنمل عارف الله ضیا |
ماستر |
بایوتکنالوژي |
بایوتکنالوژي، بایو انفارمیتک، بایو ستاتیک |
|
۴ |
پوهنیار عضمت الله وزیری |
لیسانس |
عمومي |
هستولوژي، سایتولوژي، فزیولوژي حیواني |
|
۵ |
پوهنیار عظمت الله عادل |
لیسانس |
عمومي |
نباتي سیستماتیک، نباتي فزيولوژي، نباتاتو مورفولوژي |
محصلان
د محصلانو د ارزونی ډولونه
په اتو (۸) درسی سمسترونوکی ټول امتحانونه د يو معياری سيستم په اساس په شفاهی او تحريری بڼه اخستل کيږی چی دمنځنی او نهايي ازموينی درلودونکی دی. ديو مضمون د وروستی ارزونی پايلی هغوی ته په ورکړل شويو کورنيو دندو، منځنی ازموينی ، ورستنيو ازموينی او عملی کارونو کی رانغاړل شوی دی. محصلان د اتم سمستر په پای د برنامی د بشپړيدو او سند ترلاسه کولو لپاره اړ دی چی د يو لارښود استاد تر لارښوونی لاندی د سمينار موضوع وټاکی او دهغی څخه دفاع ته چمتوالی ولری. دسمينار ارايه کولوموخه داده تر څو محصل وتوانيږی په ځانګړی ډول موضوع انتخاب او د معقولو او منل شويو درسی تګلارو څخه په ګټي اخستنی سره ګډونوالو ته وړاندی کړی ددی لپاره چی دساينس پوهنځی ټول محصلان نظری زده کړو څخه عملا ګټه اخيستی وی د بيلابيلو دولتی ، خصوصی او مدنی ټولنو سره قراردادونه کوی چی دهغی په اساس زده کړه يالانو ته د عملی کارونو فرصتونه په لاس ورځی. د هر ډيپارتمنت د محصلانود پرکتيک دوره د استادانولخوا کنترول او رهنمايی کيږی د پرکتيک په پاي کی محصلان د عملی کارونو په ارايه کولو مکلف دی .
بیولوژي ډیپارټمنټ لابراتواری فعالیتونه او علمي سفرونه
دمحصلينو دظرفيت لوړونې لپاره سهواتونه شتون لری دلابراتوار سهولت او د کمپيوترليب اسانتياوي برابرول , کتابتون او دعملي کارونو او برکتيک اسانتياوي برابرول مو لومړیتوبونه دی
د زده کړه او تدريس روشونه
ددی برنامی د تدريس او زده کړی لپاره شامل ميتودونه لکچر، تمرين، سوال جواب، نمايش، سيرعلمی ، مشکلاتو حل کول ، ګروپی کارونه او عملی کول شامل دی. د هر مضمون لپاره په جلا ډول د مهارتونو او پوهی لاسته راوړل پام کي نيول شوی.
د 1404 او 1405 کلونو د بیولوژي څانګې د جذب شوو او فارغ محصلینو احصایه د ټول پوهنځي د جذب او فارغ تعداد په اساس
|
شمېره |
کال |
تفصیل |
پوهنځي اړوند ټولو محصلینو شمیر |
بیولوژي څانګې محصلین |
بیولوژي څانګې اړوند سلنه |
|
1 |
1404 |
جذب |
311 |
59 |
18.97% |
|
فارغ |
170 |
31 |
18.24% |
||
|
2 |
1405 |
جذب |
380 |
95 |
20.26% |
|
فارغ |
101 |
24 |
29.76% |
لابراتواری فعالیتونه
محترم استاد پوهندوی الله نظر عاطف له خو د میکروبیولوژي مضمون اړین مواد او وسایلو لپاره پروپوزل ترتیب او د میکروبیولوژي مضمون محصلان لابراتواری تقریبا ۱۲ تجارب اجرا او د حشراتو په مظمون کې د حشراتو نیولو او قرنطین ۱۰ بکسونه او نور خشراتو ناروغیو امریت اړوند مشاهدي ته علمی سفر ترسره شوي.
لاندې تجربی محصلان په اتو سمسترونو کي اجراکوي
|
۱ |
دنباتي حجری لیدل دمیکر وسکوپ لا ندي |
|
۲ |
درومی بانجان دحجروجوړښت |
|
۳ |
دحیوانی حجري لید ل تر میکروسکوپ لاندي |
|
۴ |
دازموسیس دعملیي پیژندنه |
|
۵ |
دازموسیس او پلاز مولایزس دعملیی ترمنځ توپیرباندی پوهیدل |
|
۶ |
دريښی د جوړښت کتنه |
|
۷ |
د نباتاتو د ریښو د ډولونو پيژندنه |
|
۸ |
د نبات په ساقه کې د نسجونو پيژندل |
|
۹ |
د اوبو انتقال د نبات په ساقه کې |
|
۱۰ |
پاڼه کي د ستوماتا لیدل |
|
۱۱ |
د ګل د بیلابیلو برخو کتنه |
|
۱۲ |
د ګل د ګردو مشاهده |
|
۱۳ |
په ګل کې د کرومو پلاست کتنه |
|
۱۴ |
د رڼا تجزیه او په ضیایی ترکیب کې د ګټورو طیفونو کتنه |
|
۱۵ |
په پاڼه کې د کلورو پلاست کتنه |
|
۱۶ |
په نباتاتو کې د اوبو او منرالونو حرکت |
|
۱۷ |
د پاڼي په واسطه تعرق |
|
۱۸ |
په نبات کې د انتشار عملیه |
|
۱۹ |
رومی بانجانو کې د کروموپلاست کتنه |
|
۲۰ |
د نبات له پانو څخه د کلوروفیل لاسته راوړل |
|
۲۱ |
فوتوسنتیزس لپاره دکاربن ډای اکسايډ د اړتیا ثبوت |
|
۲۲ |
فوتوسنتیزس لپاره د روښنایی داړتیا ثبوت |
|
۲۳ |
د نشایستی پلټنه فوتوسنتیزس کې د محصول په توګه |
|
۲۴ |
د ستوماتا په تړلو او خلاصيدو کې د مختلف غلظت لرونکې ګلوکوز محلول تاثير |
|
۲۵ |
په نبات کي د تعرق د اندازه کیدلو سرعت |
|
۲۶ |
د نبات پيوندول |
|
۲۷ |
په لیکو پلاست کي د نشایستی د دانو کتنه |
|
۲۸ |
د حجری په حیاتی کړنو کي د اوبو د اغیز کتنه |
|
۲۹ |
کتلایز انزايم تشخيض په کچالو کی |
|
۳۰ |
په تازه شيدو کې د بکترياوو ليدنه يا مشاهده |
|
۳۱ |
دپرامشیم دکلچر جوړونه |
|
۳۲ |
دخمیر مایي جوړ ښت او په هغي کې دتکثر لید بنه |
عملي کارونو لپاره د اسانتياوو پراختيا
- د ورزشي فعاليتونو لپاره زمينه مساعدول
- د کارموندنې، صحي او مشورتي خدماتو وړاندې کول
- د اعتياد، شخړو او زورزياتي په وړاندې مبارزه
- نوي محيط سره د محصلانو بلدتيا
- نشرات او د ټولنې ګډون
- د څانګي د لاس ته راوړونو د منعکسولولپاره د غونډو جوړول
- د اړونده ادارو د وړ او مرستندویه چارواکو د ملاتړ او هڅونی لپاره د غونډو دایرول او د جایزو د ویش د پروګرامونو ترتیبول
دورکشاپونو، کنفرانسونو او سيمينارونو دايرول
بیولوژي ډيپارټمنټ استادان په منظم ډول کنفرانسونه، ورکشاپونه او سيمينارونه ترتيب او همدارنګه ملي او ولايتي علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سيمينارونو کي فعاله ونډه لري،
۵ـ دپوهنځي په مختلفو شوراګانو او ګمېټو کې ګډون
بیولوژي ډيپارټمنټ استادان علمي شورا، دنشراتو او فرهنګي چارو ګمېټه، دازموينو ګمېټه، ريسرچ کمېټه، تضمين کيفيت ګمېټه او کريکولم ګمېټو کي شتون او فعاله ونډه لري
خصوصی سکتورونو سره توامیتونه
دعملي کارونو لپاره دمختلفو څانګو لابراتوارونه شتون لري په مختلفو څانګو ګي محصلان دڅانګي داړونده مضمونو عملی کار لپاره رسمي ليږدول کيږي، د زراعت او مالدارۍ ریاست څخه يي یادونه هم کولای شو سربيره دانجينري پوهنځي سره بيالوژي مضامينو په تدريس کې هم مرسته کوي
د ظرفيت لوړول
بیولوژي ډيپارټمنټ ټول استادان د درسي بهير ترڅنګ علمي رتبو ته د ترفيع په موخه درسي کتابونو په تاليف،ژباړه او څيړنيزو فعاليتونو بوخت دي. يوشمير استادان دماسټرۍ سند دترلاسه کولو لپاره په بهرنيو هيوادونو کې زده کړي کوی.
د لابراتوارونو او نورو ښوونيزو زېربېناوو پراختيا
- د تدريسي خونو، کتابخانی او لابراتوارونو جوړول ، ترمیم او تجهيزول
- د پوهنځی د چاپيريال د شين او ښايسته ساتلو له پاره د نيالګيو نیالول
- د شته ساختمان ترميم او بيا جوړونه، تر څو استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د زده کړې ، تدريس او کار ښه زمينه برابره شي.
د عملی او نظری کارونو تناسب
ټول مضامين چی نوموړی برنامه کی تدريس کيږی نظری او عملی کارونه لری . ددی هدف لاسته راوړلو لپاره اختصاصی مضمون په ځانګړی ډول خپله ساحه کی د عملی محتوا لرونکی وی. دعملی کارونو د نمرو مجموعه (۲۰٪) وسطی ازموينه (۲۰٪) او وروستۍ ازموينی لپاره (۶۰٪ ) ځانګړی شوی دی.
کتابتون لپاره د اړوندو لوازمو برابرول
- کړنلاري:
- دنويو چاپ شویو کتابونو تهيه کول
- د خارجی ژبو څخه په داخلی ژبو ژباړل شوی کتابونو تهيه کول او ژباړل
- په کتابتون کې د استادانو له خوا د تاليف شويو کتابونو د ساتنی له پاره ميکانيزم په کار اچول
- د محصلينو د سيمينارونو او مونو ګرافونو د ساتني له پاره ميکانيزم په کار اچول
- د کتابتون په داخل کې د محصلينو له پاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو له پاره د چاپ اسانتياوی برابرول
تضمین کیفیت
د ډيپارټمنټ د امر د دندو سره سم ټول اداری کارونه ښه مدیریت او رهبری شوی د محصلانو لپاره د کریدیت سیستم معرفت پوهنتون پوهنځي او ډيپارټمنټ مرام ځان ازرونی معیارونه او د محصلانو لا رښود استادان د استادانو غونډی او د مکتوبونوصادرول او قیدوارده ترڅنګ د محصلانو لپاره سیمینارونه او ټول روزنیز پروګرامونه په ښه ډول رهبری شوی دید بیولوژی څانګی اینده شپږمی دوری محصلانو ته د استادانو له خو د سمینار په مضون کی د ښه عنوان انتخاب په هکله هدایات وشول چی محصلان ورڅخه اګاه او په ښه شکل سمینارونه ډيپارټمنټ کی ثبت کړی د دوهم سمستر پای کی د محصلانو د پای نامی لپاره شریک مجلس کی ژوری هیيت د ۷ دوری لپاره تعین او سمینارونه ارزول شوی همدارنګه ۷ مه دوره به هم په خپل وخت سمینارونه د ژوری هیت په وړاندی ارایه کوی
د پوهنځی نصاب کمیټی د پلان سره سم بیولوژي تدریس شوی مفردات د کميټی د محترمو غړو له خوا څارل کیږی چی د بیولوژي څانګی استادانو د کورس پالیسیو مطابق خپل درسی پلانونه او مفردات تر ډيره فیصدی په نظری او عملی ډول تطبیق کړید سمستر په شروع اوله هفته کی درسی موادو ټولواختصاصی مضامینو لپاره محصلانو ته توزیع شوی او تایید شوی کورس پالیسی هم ورته توزیع شوی چی د درسی پلان له مخی هفته وار درسی موضوعات او مفردات په نظری او عملی ډول تطبیق شوی دی.
استادانو سره ارتباط
|
دیپارتمنت |
نام |
نام فامیلی |
نام پدر |
درجه تحصیل |
نوع |
رتبه علمی |
حالت مدنی |
سال تولد |
جنسیت |
ولایت |
شماره تماس |
ایمیل |
|
بیولوژي |
زیارت ګل |
منصور |
محصل |
ماستر |
حضوری |
پوهندوی |
متاهل |
۱۳۶۴ |
نارینه |
ننګرهار |
۷۸۶۲۸۰۹۱۹ |
|
|
بیولوژي |
الله نظر |
عاطف |
دین محمد |
ماستر |
حضوری |
پوهندوی |
متاهل |
۱۳۶۸ |
نارینه |
ننګرهار |
۷۸۵۹۲۴۳۷۱ |
|
|
بیولوژي |
عصمت الله |
وزیری |
معتبر خان |
لیسانس |
حضوری |
پوهنیار |
متاهل |
۱۳۸۰ |
نارینه |
ننګرهار |
۷۸۲۳۱۶۳۱۷ |
|
|
بیولوژي |
عارف الله |
ضیا |
سیدحسين |
ماستر |
حضوری |
پوهنمل |
متاهل |
۱۳۶۹ |
نارینه |
ننګرهار |
۷۰۵۴۸۷۹۷۰ |
|
|
بیولوژي |
عظمت الله |
عادل |
اصف شاه |
لیسانس |
حضوری |
پوهنیار |
متالهل |
۱۳۷۵ |
نارینه |
ننګرهار |
۷۳۰۳۵۸۴۶۸ |
د دیپارتمنت د آمر د دندو لایحهراپور ورکوونکې مرجع: د پوهنځي رئیس او علمي مرستیال. راپور اخیستونکې مرجع: د دیپارتمنت اړونده استادان. د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي مؤسساتو د علمي کادر غړو د اکاډومیکو فعالیتونو د لایحې د اومې مادې له مخې د ديپارتمنت آمر لاندې وظایف په غاړه لري: ۱- د ديپارتمنت د غونډو مشري کول. ۲- په پورتنیو بنسټونو کې د دیپارتمنت تمثیل کول؛ ۳- د ديپارتمنت د کاري پلان او اجنډا ترتیب؛ ۴- د ديپارتمنت په غونډوکې د فیصلو په اړه اصولي اجرات ترسره کول لکه د تقرر اسناد، علمي ترفیع او انفکاک؛ ۵- د ديپارتمنت اړونده ساحوي، علمي او نظري پرمختګ باندې څارنه او نظارت کول؛ ۶- د پوهنځي او دیپارتمنت د حالت د ښه والي لپاره د ابتکاراتو او نوښتونو وړاندې کول؛ ۷- د ديپارتمنت د اړتیاوو د رفعې لپاره هڅې کول؛ ۸- د ديپارتمنت د اداري او اکاډمیکو چارو سمون؛ ۹- د ديپارتمنت د کارمندانو لپاره د تقدیر، تحسین او مجازاتو وړاندیز کول؛ ۱۰- د پوهنځي علمي شورا او ریاست ته د دیپارتمنت د فعالیتونو کاري راپور ورکول؛ ۱۱- د ديپارتمنت د علمي کدرونو د فعالیتونو څارنه او ارزونه؛ ۱۲- نورې ټولې هغه دندې چې د قانون له مخې د ديپارتمنت امر پورې تړاو ولري.
|