د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د یاد معاونیت اړوند آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۱۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د خپل معاونیت اړوند د څېړنو، علمي مجلو او کتابتون آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه، چې پر مهال یې د چارو بهبود او پرمختګ لپاره ورسره اړین نظریات او لارښوونې شریکې کړې.
نوموړي د علمي فعالیتونو لا ښه والي لپاره د ګډ کار او همغږۍ په اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هر مسؤل باید په خپله اړونده برخه کې د چارو سمون لپاره پر وخت عملي اقدام وکړي.
ښاغلي وقار د خپلو کارکوونکو ستونزې او اړتیاوې واورېدلې، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او هغوی ته یې د لایحو مطابق د دندو ترسراوي، نوښتونو ایجاد او دندې ته پر وخت حاضرېدو اړوند سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ددې پوهنتون مرکزي کتابتون سره د (۶۲۱) ټوکه کتابونو مرسته وکړه.

یاد کتابونه، چې د طب پوهنځي د ۸۳ تنو استادانو او علمي کادر غړو بېلابېل تالیفي اثار دي، د پوهنځي مسؤلینو د پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال په حضور کې اړوندې مرجع ته وسپارل.

په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وحې مختلفو ډولونو پېژندنه) تر سرلیک لاندې ديني او معلوماتي سيمینار دایر شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي شاوخوا ۳۰۰ تنو محصلینو ته د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې دایر شو، چې د پوهنځي رهبرۍ سربېره په کې یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نیالګیو کرلو کمپاین پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد کمپاین په ترڅ کې به سږ کال شاوخوا (۱۰۰۰۰) لس زره بېلابېل مېوه لرونکي او زینتي بوټي د دې پوهنتون په مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو کې کېنول شي.

یاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu