د ننګرهار پوهنتون یو شمېر محصلینو له نورو بې وزله محصلینو سره د جامو مرسته وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۵
picture

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو هغو محصلینو، چې د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت سره هر اړخیزه همکاري لري او د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین په برنامه کې کار کوي، د خپلو معاشونو په یوه اندازه پیسو (۴۱)‍ اړمنو محصلینو ته د اختر جامې واخیستې او په دې توګه یې د هغوی لاسنیوی وکړ.

د مرسته کوونکو محصلینو په وینا، له یادې مرستې یې هدف د ورورولۍ او همدردۍ اړیکو پیاوړتیا، د بې وزله محصلینو لاسنیوی او د نورو پوهنتونونو محصلینو ته د یاد ټولنیز مکلفیت د اداینې پیغام لېږدول دي.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د مرستې د توزیع پر مهال د مرسته کوونکو محصلینو احساس وستایه، دا ډول خیریه کارونه یې د محصلینو تر منځ د اخوت او نږدېوالي لپاره مهم اقدام یاد کړ او هغوی یې وهڅول، چې د خپلمنځي یووالي لپاره د همکارۍ دا ډول روحیه او فعالیتونه جاري وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال له پوهنتون څخه د بهر اوسېدونکو محصلینو احوال واخیست.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

BACK TO NEWS

User account menu