د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ درې پروګرامونو لپاره له ۹۲ تنو کاندیدانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۵
picture

د ازموینو ملي ادارې له خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي دریو څانګو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ماسترۍ برنامو لپاره له ۹۲ تنو ګډونوالو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په همدې مناسبت کرنې پوهنځي کې د ازموینې د پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د پوهنځي مسؤلینو، استادانو او ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي په کې برخه لرله او په ترڅ کې یې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح، د ازموینو ملي ادارې د انسجام رئیس دوکتور میر افضل کوټوال او نورو مسؤلینو د ازموینې صحنې څخه د لیدنې پر مهال ګډونوالو ته د شفافیت او په ټاکلي وخت د پایلو اعلان ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون دا مهال د ماسترۍ ۱۰ او د دوکتورا ۴ برنامې لري، چې نږدې ۷۰۰ تنه محصلین په کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu