د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وخت ارزښت) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۰:۱۱
picture

یاد دیني او علمي سيمینار ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې دایر شو، چې د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو سربېره په کې د پوهنتون د محصلانو چارو آمر، د جامع  مسجد خطیب، د سيمینار ارایه کوونکي استاد او ګڼ شمېر محصلینو برخه لرله.  
د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني د یاد سيمینار د دایرېدو په مقصد، اړتیا او ګټو خبرې وکړې او په کې د محصلینو پراخه حضور باندې یې خوښي وښوده.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار مسایل د عمل په جذبه واوري او تر نورو ملګرو یې ورسوي.
د ننګرهار ولایت د علماوو شورا غړي او اُم العلوم مدرسې مشر شیخ الحدیث مولوي عبدالحی حنفي د سيمینار د ارایې پر مهال د قرانکریم او مبارکو احادیثو په مصداق د وخت قیمت او ارزښت بیان کړ او د یو شمېر انبیاوو، امامانو، اصحابو کرامو، محدثینو او لویو شخصیتونو مثالونه یې وړاندې کړل، چې د دیني احکامو په رسونه او علم خپرولو کې یې د وخت څخه ستره استفاده کړې وه او وخت یې قیمتي ګنلی و.
نوموړي وخت شناسو خلکو ته د دنیوي او اخروي ګټو او انعاماتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې الله ج په مختلفو قراني ایاتونو کې په وخت او زمانې قسم کړی، چې دا د وخت اهمیت څرګندوي او مسلمانان باید خپل وخت په عباداتو، علم حاصلولو او نورو ته په خیر رسولو سره قيمتي کړي.
د سيمینار په پای کې ګډونوالو ته د وخت ښه مدیریت کولو، علمي او ديني کوښښونو ترسراوي، لمونځ په جمعې سره ادا کولو، نظر حفاظت، کتاب لوستلو، وخت بې ځایه نه تېرولو او نورو برخو کې سپارښتنې وشوې او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (په امارتي دفاترو کې جزايي دعوا ته د رسېدنې عملي پروسه) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تعقیب او ګرفتارۍ عمومي مدیر له خوا د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال له پوهنتون څخه د بهر اوسېدونکو محصلینو احوال واخیست.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

BACK TO NEWS

User account menu