د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د یو تن استاد د علمي ترفیع په کنفرانس کې د یادې لړۍ د ارزونې په موخه ګډون وکړ.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۴۱
picture

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې استاد پوهنوال دوکتور عزیزالله جبارخېل له پوهنوال علمي رتبې څخه پوهاند علمي رتبې ته د ترفیع په موخه د (د داخلي او بهرنیو پوهانو پښتو ګرامري اثارو ته پرتلیزه کتنه ) موضوع اړوند علمي کنفرانس وړاندې کړ.
په یاد علمي کنفرانس کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال سربېره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس او استادانو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح غونډې ته د وینا پر مهال په پوهنتونونو کې د څېړنو ترسره کولو په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په دغه ډول علمي کنفرانسونو کې باید د استادانو حضور پراخه شي.
نوموړي سپارښتنه  وکړه، چې ټول استادان باید د خپلو څېړنو او علمي فعالیتونو وړاندې کولو پر مهال ټاکلي شوي اصول مراعت او د کیفیت له پلوه قوي علمي کنفرانسونه وړاندې کړي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد عارف حازم  او یو شمېر استادانو د علمي کنفرانسونو ارایې ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه او غوښتنې د پوهنتون له علمي چارو مرستیال سره شریکې کړې، چې د هغه له لوري ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنوال استاد دوکتور عزیزالله جبارخېل له لوري دټاکل شوې موضوع اړوند علمي کنفرانس وړاندې او د استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu