د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت مرکزي کمېټې غړو غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۲۰:۱۳
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، د تضمین کیفیت کمېټې په فعالیتونو، د پوهنځیو او څانګو ارزولو، د کمېټې د غړو روزلو او د پوهنتون د اعتبار لوړولو او ساتلو موضوعاتو په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال تضمین کیفیت په برخه کې د هېواد په کچه د ننګرهار پوهنتون له لوري د تر ټولو لوړو نومرو ګټلو له کبله د کمېټې غړو ته مبارکي وویله او د تضمین کیفیت داخلي واحد له مسؤلینو او غړو یې مننه وکړه، چې د پوهنتون د اړوندو برخو د کیفیت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي د کمېټې مسؤلینو او غړو ته د ټاکلي مهال وېش او چیک لېست سره سم د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او څانګو د ارزونې لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ارزونې راپور دې د اړوند پوهنځي او دغه راز د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک شي.
ښاغلي ناصح د کمېټې غړو ته د تضمین کیفیت پروسې پلي کولو په برخه کې د ستونزو او خنډونو پر وخت حلولو او د کمېټې دوامداره ناستو په اړه سپارښتنه وکړه. 
د غونډې پر مهال د پوهنځیو په کچه د جوړو شویو کمېټو د تېرې ربعې د فعالیتونو راپورونه وړاندې شول او ګډونوالو د تضمین کیفیت اړوند چارو کې په همغږۍ رامنځ ته کېدو، روزنیزو ورکشاپونو دایرولو، پوهنځیو کې د شکایاتو صندقونو نصبولو او ترسره کېدونکو کړنو پر وخت تعقیب باندې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د چارو بهبود او د پوهنتون په کچه د تضمین کیفیت پروسې د ټولو معیارونو پلي کولو په هکله   لازم نظریات او وړاندیزونه شریک شول.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي ترسره شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو لسګونو تنو د قرآن کریم حافظانو محصلینو تر منځ د حسنِ قرائت سیالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو). . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته پر ځان د باور زیاتوالي معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون په جامع مسجد کې ترتیب شوی و، چې د بېلابېلو پوهنځیو ګڼ شمېر محصلینو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، له دې سیمینار څخه. . .

BACK TO NEWS

User account menu