د ننګرهار پوهنتون او سلام پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۹
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو اکاډمیکو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یـاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام الله مدني او د سلام پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور مصباح الله عبدالباقي له خوا د غوايي په ۳ مـه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون مرستیالانو، استادانو او د سلام پوهنتون د تضمین کیفیت امر هم موجود وو.

په متقابل شکل د یو بل له امکاناتو، خدمتونو، او اکاډمیکو سرچینو څخه استفاده کول، علمي او څېړنیزو برخو کې همکاري درلودل، د استادانو او محصلینو لپاره ګډې علمي ناستې او سیمینارونه دایرول، د استادانو د علمي اثارو چاپول او په تدریس کې ترېنه استفاده کول او د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله او اوږدمهاله ګټورو برنامو ایجادول د یاد تفاهملیک اساسي ټکي دي.

د سلام پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور مصباح الله عبدالباقي ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد ستر پوهنتون یاد کړ او نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره یې ددې پوهنتون د همکاریو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره یې په علمي، څېړنیزه او نورو برخو کې د ګډو فعالیتونو د ترسراوي او د متقابلو اړیکو او همکاریو درلودلو په موخه تفاهملیک لاسلیک کړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيـ/خ انعام الله مدني د علمي بنسټونو تر منځ دا ډول تفاهملیکونه د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او بډاینې په برخه کې ګټور وبلل او د سلام پوهنتون مسؤلینو ته یې راتلونکي کې په علمي او اکاډمیکو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

د نوموړې کاري ناستې پر مهال، چې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د حافظانو د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

ياد مراسم چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له خوا د ۲ تنو محصلينو د قرانکريم د حفظ کولو په وياړ جوړ شوي و، په کې د پوهنتون رئيس او محصلانو چارو مرستيال تر څنګ د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر - انفکاک، نظم او دسپلين مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ ترسره شول.

په يادو کاري ناستو کې، چې نن د غوايي په ۱۰ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون په رياست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون مرستيالانو، اړوندو پوهنځيو رئيسانو او ځينو امرينو په کې برخه لرله، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu