د فزيک څانګه
فزيک ديپارتمنت
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وکفي والصلاة والسلام علي عباده الذین اصطفي اما بعد:
د فزيک ډيپارتمنت امر پيغام!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
فزیک ډيپارتمنت ویاړي چې د کریدیت سیستم پر بنسټ ترتیب شوی تحصیلي نصاب د عصري تدریسي میتودونو، ټکنالوژۍ او اسلامي–افغاني ارزښتونو په رڼا کې پلي کوي او ټولنې ته مسلکي علمي کادرونه وړاندې کوي.
دا ډيپارتمنت د کیفیت تضمین، څارنې او ارزونې پروسو ته ژمن دی او خپلې ټولې علمي او اداري چارې د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو سره سم، په شفاف او منظم ډول پرمخ وړي. استادان د هر سمستر په پیل کې درسي پلانونه وړاندې کوي او د کریدیت سیستم د تطبیق لپاره لازمې علمي هڅې ترسره کېږي.
همدارنګه، د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره د معیاري نصاب د پراختیا هڅې روانې دي او تمه ده چې په راتلونکي کې به د لا قوي او معیاري تحصیلي نصاب د رامنځته کولو لپاره علمي همکارۍ لا پراخې شي.
د څانګې لنډه پېژندنه
ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس او په همدې کال کې یې خپل علمي فعالیتونه رسماً
پیل کړل. په لومړیو کې یاد پوهنځي د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په رشتو کې د درسي او علمي چارو پر مخ وړل شروع کړل.
وروسته بیا د فزیک څانګه د وخت داړتیاو او غوښتنو سره سم په ۱۳۹۴ کال کې د ریاضي له څانګې څخه بېله او د یو مستقل دیپارتمنت په توګه تاسیس او منظور شوه. د فزیک څانګه د ساینس پوهنځي تر څنګ د انجینرۍ، وترنري، طب، زراعت او نورو پوهنځیو لپاره د طبعي علومو په برخه کې د خپلې کارونې لمخې ډیره اړینه او بنسټیزه بلل کېږي.
اوس مهال د فزیک څان
ګه په ساینس
پوهنځي او د پوهنتون دننه په مختلفو پوهنځیو کې نظري او عملي درسونه د ټاکل شوو نصابونو سره سم په منظم ډول پر مخ وړي. د یادې څانګې فارغان په بیلابېلو مسلکي ساحو کې لکه برېښنا او انرژي، الکترونیک، مخابرات، میخانیک، او د طب پوهنځي د رادیولوژۍ او راډیو تخنیک په برخو کې د فعالیت وړتیا لري او کولای شي په اغېزناک ډول خپل تخصصي مسولیتونه ترسره کړي.
همدارنګه، د فزیک څانګې د اتو استادانو له جملی څخه یې شپږو تنو استادانو په وروستیو کلونو کې د هېواد څخه بهر د فزیک په مختلفو برخو کې د ماسټرۍ زدهکړې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي. نوموړي استادان د خپلو زدهکړو د پای ته رسولو وروسته هېواد ته راستانه شوي او د هېواد د علمي ودې، د با کیفیته تدریس او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې په بشپړ اخلاص او مسلکیتوب سره خپل خدمتونه ترسره کوي.
لرلید
د فزیک څانګه غواړي د اغیزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو سره د ټولنې د اړتیاوو سره سم معیاري تخصصي خدمات او د علمي څیړنو په ترسره کولو سره عصري علومو، تکنالوجی او د هیواد د هر اړخیز او دوامداره پرمختګ په برخه کې د هیواد او سیمې په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.
رسالت
د فزیک څانګه د علمي تولید او لاسته راوړنو، معیاري علمي څېړنو او لازمو مهارتونو په اساس د کار او د بازار اړتیاوو ته په کتنې سره ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرنو وړاندې کول خپل لمړی ماموریت ګڼي. په دی توګه د هیواد په هر اړخیز ټیکاو او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.
د فزیک څانګې اساسي ارزښتونه:
علمي صداقت، کیفیت لرونکی تدریس، نوښت او علمي څېړنه، انتقادي تفکر، مسلکي اخلاق، همکاري، دوامداره زده کړه، او د ټولنې خدمت
د څانګې ستراتیژیک اهداف
د فزیک څانګې ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته د رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. د فزیک څانګه د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، متخصص، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. دفزیک څانګه پورته ارزښتونو او لید لوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:
- د د فزیک د بنسټیزو او پرمختللو اصولو په تدریس سره په لوړه کچه د علمي پوهې رامنځ ته کول
- د محصلینو د تحلیلي انتقادي او تجربوی مهارتونو پیاوړي کول
- د څیړنیزو نوښتونو او علمي سپړنو لپاره مناسب چاپیریال برابرول.
- د ساینس او ټکنالوجی په برخه کې دهیواد د اړتیاؤ د پوره کولو لپاره د کادرونو روزل.
- د ملي او نړیوالو علمي موسسو سره د همکاریو پراختیا او ګډو څیړنو د ترسره کولو لپاره هڅونه.
- په علمي او اکاډميکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د پوهنځي او پوهنتون له څانګو سره سالمې سیالیو ته چمتووالی.
د جوړېدو تاریخچه
ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس او په همدې کال کې یې خپل علمي فعالیتونه رسماً پیل کړل. په لومړیو کې یاد پوهنځي د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په رشتو کې د درسي او علمي چارو پر مخ وړل شروع کړل. وروسته بیا د فزیک څانګه د وخت داړتیاو او غوښتنو سره سم په ۱۳۹۴ کال کې د ریاضي له څانګې څخه بېله او د یو مستقل دیپارتمنت په توګه تاسیس او منظور شوه. د فزیک څانګه د ساینس پوهنځي تر څنګ د انجینرۍ، وترنري، طب، زراعت او نورو پوهنځیو لپاره د طبعي علومو په برخه کې د خپلې کارونې لمخې ډیره اړینه او بنسټیزه بلل کېږي.
فزيک د څانګې اداري جوړښت
- پوهندوی محمد جواد نیازی ( د څانګې مشر)
- پوهنوال سید حبیب الله هاشمی( غړی)
- پوهندوی رفیع الله رفیع ( غړی)
- پوهنمل اکرام الله وقار ( غړی)
- پوهنیار منصور ظاهرزی( غړی)
- پوهنیار ضیاالحق عزیزی ( غړی)
- نوماند پوهنیار حبیب حضرت ( غړی)
- نوماند پوهنیار خالد پاچا ( غړی)
- احد الله قریشی ( لابرانت)
فزيک دپپارتمنت تشکیلاتي چارت(Organogram )
د فزیک څانګې اکاډمیک پروګرامونه
فزیک څانګه یواځې د لیسانس په کچه فارغان ورکوی
سند :
لیسانس
برنامي په اړه مالومات
د فزیک دیپارتمنت لیسانس دوری ټول(۱۵۶) کریډیټونه لری چې د کریډیټ سیستم په بڼه اته سمسترونو کې ترتیب شوی ، هر کریډیټ نظری او عملی درسونه لری ، د نوموړی کریډیټونو له جملی څخه (٪۱۱) عمومی مضامین،(٪۳۴) اساسی مضامین،(٪۳۸) اختصاصی مضامین،(٪۱۱) عملی مضامین او (٪۶) اختیاری مضامینو لپاره ځانګړی شوی دی.
داخليدو د پرنسيب:
فزیک څانګې ته هر کال د لوړوزده کړووزارت له لوری دکانکور ازموینې له طریقه کامیاب محصلین معرفی کیږی
موده او کريديت سیستم:
فزیک څانګه د لیسانس په کچه په هرو څلورکلونو کې ۱۵۶ کریډیټونه چې اته سمسترونه تدریس کیږی.
کورسونه او نصاب (Courses & Curriculum)
ساینس پوهنځی فزیک دیپارتمنت مضامین
د تدریس ميتود:
OBE – SCL
د پایلو پر بنسټ زده کړه
څېړنه (Research)
د فزیک څانګې د خارجی مقالو لست
|
ګڼه |
نوم او تخلص |
علمي رتبه |
تحصلي کچه |
پوهنځی |
څانګه |
عنوان |
ژونال |
کال |
|
۱ |
Mansoor Zahirzai |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Understsanding the Effects of UV Radiation on Climate Change: A Comprehensive Review |
Nangarhar University International Journal of Biosciences in 2024 |
۱۴۰۳ |
|
۲ |
Mansoor Zahirzai |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Exploring the Role of Carbon Nanotube in Mitigation the Effects of Climate Change: A Comprehensive review |
Nangarhar University International Journal of Biosciences in 2024 |
۱۴۰۳ |
|
۳ |
Mansoor Zahirzai |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Applications of Fermat's Little Theorem
|
Turkish Journal of Computer and Mathematics Education in 2023 |
۱۴۰۲ |
|
۴ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Exploring the Role of Carbon Nanotube in Mitigation the Effects of Climate Change: A Comprehensive review |
Nangarhar University International Journal of Biosciences in 2024 |
۱۴۰۳ |
|
۶ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Understanding the Effects of UV Radiation on Climate Change: A Comprehensive review |
Nangarhar University International Journal of Biosciences |
۱۴۰۳ |
|
۷ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Chemical Perspectives on the Impact of Climate Change in Afghanistan A Comprehensive review
|
Nangarhar University International Journal of Biosciences in 2024 |
۱۴۰۳ |
|
۸ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Understsanding the Effects of UV Radiation on Climate Change: A Comprehensive Review |
Nangarhar University International Journal of Biosciences in 2024 |
۱۴۰۳ |
|
۹ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Impact of Climate Change on Arctic Fox Population Dynamics A Mathematical Modeling |
Turkish Journal of Computer and Mathematics Education (TURCOMAT) |
۱۴۰۳ |
|
۱۰ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Chemical Perspectives on the Impact of Climate Change in Afghanistan A Comprehensive. |
TURKISH JOURNAL OF COMPUTER AND MATHEMATIC |
۱۴۰۳ |
|
۱۱ |
Mohamad Jawad Niazi |
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Comparison between Electromotive Force and Electric Potential Difference |
TURKISH JOURNAL OF COMPUTER AND MATHEMATIC |
۱۴۰۳ |
|
12 |
Sayed habibullah hashemi |
پوهندوي |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Decorated ZrO2 by Au nanoparticles as a potential nanocatalyst for the reduction of organic dyes in water |
Inorganic Chemistry Communications |
۱۴۰۱ |
|
13 |
Sayed habibullah hashemi |
پوهندوي |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Investigation of Adsorption Performance in The Removal of Waste Water Contaminants by Nanostructures from Electro-Oxidation of Different Metals |
KPU International Journal of Engineering & Technology |
۱۴۰۱ |
|
14 |
Sayed habibullah hashemi |
پوهندوي |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
A Review on the Security of IoT Networks: From Network Layer’s Perspective |
Institute of Electrical and Electronics Engineers |
۱۴۰۲ |
|
15 |
Ikramullah waqar |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Comparison between Electromotive Force and Electric Potential Difference |
Turkish Journal of Computer and Mathematics Education |
۱۴۰۲ |
|
16 |
Ikramullah waqar |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Applications of Fermat’s Little Theorem |
Turkish Journal of Computer and Mathematics Education |
۱۴۰۲ |
|
17 |
Ikramullah waqar |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Understsanding the Effects of UV Radiation on Climate Change: A Comprehensive Review |
Nangarhar University International Journal of Bioscience |
۱۴۰۳ |
|
18 |
Ikramullah waqar |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
Practical Applications of Homogeneous Coordinates in Image Transformations Using MATLAB |
Turkish Journal of Computer and Mathematics Education |
۱۴۰۴ |
د فزیک څانګې داخلي مقالو لست
|
ګڼه |
نوم او تخلص |
علمي رتبه |
تحصلي کچه |
پوهنځی |
څانګه |
عنوان |
ژونال |
کال |
|
1 |
محمد جواد نیا زی
|
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک
|
د جـــــاذبــی پـــــه قـــوي بــانــدې د تیــاری مــــادی اغــــیزی
|
پوهه |
۱۳۹۷ |
|
2 |
محمد جواد نیا زی
|
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
کـــــــرسټلـــــونــــــوعیـــــب ارزښــــــت څـــــــیړنـــــــــه
|
پوهه |
۱۳۹۷ |
|
3 |
محمد جواد نیا زی |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
په کایناتــــــو بـــــاندې د تیـــــاری انـــــرژ ي اغیزي
|
پوهه |
۱۳۹۷ |
|
4 |
جواد نیا زی
|
پوهندوی |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
د جـــــاذبــی پـــــه قـــوي بــانــدې د تیــاری مــــادی اغــــیزی |
پوهه |
۱۳۹۸ |
|
۵ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
د سیال(مایع او غاز) جسمونو د حرکت پیژندنه او د هغو ارزښت |
قلم عملي او څېړنیزه مجله |
۱۳۹۵ |
|
۶ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
هستوي وړانګې او د ځانګړنو څخه یې ګټه اخیستنه |
قلم عملي او څېړنیزه مجله |
۱۳۹۵ |
|
۷ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهنیار |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
د وړانګو سرچینې او د خطر څخه یي ځان ساتنه |
قلم عملي او څېړنیزه مجله |
۱۳۹۶ |
|
۸ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
بررسی روش های سنتز نانو ذرات نقره(Ag NPs) و کاربرد آنها |
قلم عملي او څېړنیزه مجله |
۱۳۹۹ |
|
۹ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهندوي |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
په مایع محیط کې د لیزر ابلیشن پروسې په واسطه د طلا نانو ذراتو لاسته راوړل |
قلم عملي او څېړنیزه مجله |
۱۴۰۳ |
|
۱۰ |
سیدحبیب الله هاشمی |
پوهندوي |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
په جسمونو باندې د ځمکي د جاذبې قوې اغېزې او د نیوټن د جاذبوي قانون د استعمال څېړنه |
قلم علمي- څېړنیزه مجله |
۱۴۰۴ |
|
۱۱ |
اکرام الله وقار |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
د ډای الکتریک موادو ځانګړتیاوې او د قطبي کېدو وړتیا |
پوهه مجله |
۱۴۰۱ |
|
۱۲ |
اکرام الله وقار |
پوهنمل |
ماستر |
ساینس |
فزیک |
د جامداتو د مخصوصه تودوخې په اړه د نظریو پرتلنه |
پوهه مجله |
۱۴۰۱ |
د ساینس پوهنځي د فزیک څانګې د نشر شويو خارجي مقالو جدول
روانې پروژې (Ongoing Projects)
فزيک څانګې استادان
|
ګڼه |
نوم |
تخلص |
رتبه |
دنده |
درجه |
تخصصي څانګه |
رسمی ايمیل ادرس |
د فزيک څانګې رسمي ايميل |
|
۱ |
محمد جواد |
نیازی |
پوهندوی |
د څانګې امر
|
ماسټر |
نانو( جامداتو فزیک) |
m.jawad@nu.edu.af |
physics@nu.edu.af |
|
۲ |
حبیب الله |
هاشمی |
پوهنوال |
|
ماسټر |
لیزر او اپتیک |
|
|
|
۳ |
رفیع الله |
رفیع |
پوهندوی |
غړی |
ماسټر |
لیزر او اپتیک |
|
|
|
۴ |
اکرام الله |
وقار |
پوهنمل |
غړی |
ماسټر |
جامدات |
ikramullahwaqar@nu.edu.af |
|
|
۵ |
منصور |
ظاهرزی |
پوهنیار |
غړی |
ماسټر |
کوانټم اپتیک |
zmansoor@nu.edu.af |
|
|
۶ |
ضیا الحق |
عزیزی |
پوهنیار |
غړی |
ماسټر |
هسته |
|
|
|
۷ |
حبیب حضرت |
سعید |
نوماند پوهنیار |
غړی |
لیسانس |
الکترونیک |
|
|
|
۸ |
خالد الله |
پاچا |
نوماند پوهنیار |
غړی |
لیسانس |
اتومی |
|
|
محصلان (Students)
په ۱۴۰۴ کال کې د ۲۲ تنه فارغان لرل. په ۱۴۰۵ به ۱۴ تنه د فراغت په درشل کې دي
د زده کوونکو لاسته راوړنې
د افغانستان په مختلفو پوهنتونونو کې استادی دندی لری او همدارنګه په مختلفو ادارو کې په لوړو پوسټونو کارونه کوی