دساينس پوهنځي په اړه

د پوهنځي په اړه

زموږ په هېواد کې د صنایعو نسبي انکشاف، د معارف په سیستم کې د زده‌کوونکو د شمېر پرله‌پسې زیاتوالی، او له بلې خوا د مسلکي او تخصصي استادانو کمښت، هغه بنسټیز عوامل دي چې د لوړو زده‌کړو په کچه د وړ او مسلکي بشري کادرونو د روزنې اړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده. د همدې اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځی تأسیس شو، تر څو د علمي ظرفیتونو د پیاوړتیا او د تخصصي بشري ځواک د روزنې لپاره یو مؤثر اکاډمیک چوکاټ رامنځته کړي.

د ساینس پوهنځی د پوهنتون له مهمو او ستراتیژیکو واحدونو څخه شمېرل کېږي، چې اساسي موخه یې د طبیعي علومو په بېلابېلو برخو کې د لوړ کیفیت زده‌کړې، معیاري علمي څېړنې او نوښت ته وده ورکول دي. دا پوهنځی د علمي تولید، تخنیکي مهارتونو د پراختیا او تحلیلي تفکر د پیاوړتیا له لارې، د محصلانو علمي او مسلکي وړتیاوې لوړوي او په پایله کې د ټولنې د علمي، تخنیکي او اقتصادي پرمختګ په بهیر کې رغنده او اغېزمن رول ادا کوي.

د تاسیس او پرمختګ تاریخچه

  • تأسیس: ۱۳۹۰ هـ ش
  • لومړني ډیپارتمنتونه:
    • ریاضي– فزیک
    • کیمیا– بیولوژي
  • لومړني فارغان: ۱۳۹۴ هـ ش (د لسانس په سويه)

اکاډمیک اصلاحات (۱۳۹۳ هـ ش):

  • د پروګرامونو بیاکتنه او معیاري کول
  • د ګډو څانګو پر ځای تخصصي ډیپارتمنتونو ته بدلون

اوسنی اکادمیک جوړښت

اوس مهال پوهنځی لاندې ۵ تخصصي ډیپارتمنتونه لري:

  • ریاضي
  • فزیک 
  • کیمیا
  • بیولوژي
  • جيالوجي او معدن

د درسي نصاب جوړښت:

  • اساسي مضامین
  • اختصاصي مضامین
  • انتخابی مضامین
  • پوهنتونشموله مضامین

ټول پروګرامونه د کريديت په سیستم  پر بنسټ تدریس کېږي.

اداري او علمي کمیټې

پوهنځی د مؤثر مدیریت او کیفیت د تضمین لپاره شاوخوا ۸ فعالې کمیټې لري، لکه:

  • د کیفیت د تضمین او لوړونې کمیټه
  • پلان او پالیسي کمیټه
  • کریکولم کمیټه
  • ریسرچ کمیټه
  • نظم او دسپلین کمیټه
  • د امتحانونو او شکایاتو کمیټه
  • الکترونیکي زده‌کړو کمیټه
  • دعوت ارشاد او فرهنگی کميټه

لابراتوارونه او نړیواله همکاري

د پوهنځي د علمي ظرفیت لوړولو لپاره نړیوالې همکارۍ ترسره شوې دي:

  • 🇩🇪 د جرمني د DAAD مؤسسې او د Würzburg پوهنتون په مالي مرسته:
    • د لابراتوارونو تجهیز او نصبول
    • د علمي کتابونو برابرول

استادان او محصلان د دې اسانتیاوو څخه په تدریس او څېړنه کې استفاده کوي.

زیربناوې (Infrastructure)

  • د پوهنځي ودانۍ د پاکستان هيواد په مالي مرسته جوړه شوې
  • یوه معیاري ودانۍ ده چې:
    • کافي درسي خونې لري
    • تدریسي چاپېریال یې مناسب او مجهز دی

علمي کادر او فعالیتونه

  • استادان په بېلابېلو تخصصي برخو کې تدریس کوي
  • علمي څېړنې، نشرات او اکاډمیک فعالیتونه پر مخ وړي

محصلان او فارغان

  • اوسنی محصلین: ۷۷۵ تنه
  • کلني فارغان: شاوخوا ۲۰۰۳۰۰ تنه
  • نوي شاملېدونکي: هر کال ۳۵۰ – ۴۰۰ تنه

دا شمېره ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده، چې د پوهنځي د اهمیت او اړتیا څرګندونه کوي.

کیفیت تضمین او تدریسي سیستم

  • د پايلو پربنست ښودنه
  • د کريديت سیستم کارونه
  • دومداره پرمختګ میکانیزم
  • د محصل-محور تدریس

ټولنیز او ملي رول

د ساینس پوهنځی:

  • د هېواد د علمي پرمختګ بنسټ پیاوړی کوي
  • د معارف لپاره مسلکي استادان روزي
  • د صنایعو او تخنیکي سکتور لپاره کدرونه برابروي
  • د علمي څېړنو له لارې د ټولنې ستونزو ته حل لارې وړاندې کوي

د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځی د خپل تأسیس راهیسې د علمي ودې، مسلکي کادر روزنې او څېړنې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د داخلي اصلاحاتو، نړیوالو همکاریو او معیاري تدریسي سیستم په مټ، دا پوهنځی د هېواد د لوړو زده‌کړو له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

User account menu