دحقوقو پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې
لرلید ( Vision)
حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي د خپلو علمي برنامو او متخصصو کادرونو پرمټ، د ټولنې اړتیاوو سره سم، معیاري تحصیلي خدمات او علمي څېړنو کړي او په دې ډول دهېواد او سیمې په کچه د یو معیاري علمي نهاد په توګه تبارز وکړي.
ماموريت(Mission)
حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د معياري تحصیلي خدماتو، علمي څېړنو او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز ټيکاو او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.
ارزښتونه
-
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی
- رښتینولي
- کاري ژمنتيا او پر مسلکیتوب باور
- نوښت
- کیفیت
- احترام او مسلکي چال چلن
- د چارو روڼتيا او حساب ورکول
دپوهنځی موخې
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:
- علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو سره د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی عیارول
- د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو پراختیا او له نړیوالو منل شوو معیارونو سره یې برابرول
- د لوړو زده کړو په برخه کې د شفافیت بهیر لا پیاوړی کول
- د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حللارې پیدا کول
- د زيربطو ادارو او اشخاصو په وړاندې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
دکليدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نيولو سره د پوهنځي ستراتيژيکې موخې
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د اغېزناک خدمت وړاندې کولو جوګه شي. حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:
- په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
- د فوق لسانس پروګرامونو زیاتوالی او معیاري کول
- د فوق لسانس پروګرامونو پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړیو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول
- د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز مرکز درلودل
- په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د نورو پوهنتونونو له حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیونو سره سالمې سیالۍ ته چمتوالی