PastShow all
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ددې پوهنتون مرکزي کتابتون سره د (۶۲۱) ټوکه کتابونو مرسته وکړه.
یاد کتابونه، چې د طب پوهنځي د ۸۳ تنو استادانو او علمي کادر غړو بېلابېل تالیفي اثار دي، د پوهنځي مسؤلینو د پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال په حضور کې اړوندې مرجع ته وسپارل.
په همدې. . .
د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وحې مختلفو ډولونو پېژندنه) تر سرلیک لاندې ديني او معلوماتي سيمینار دایر شو.
یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي شاوخوا ۳۰۰ تنو محصلینو ته د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې دایر شو، چې د پوهنځي رهبرۍ سربېره په کې یو شمېر. . .
ننګرهار پوهنتون کې د نیالګیو کرلو کمپاین پیل شو.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد کمپاین په ترڅ کې به سږ کال شاوخوا (۱۰۰۰۰) لس زره بېلابېل مېوه لرونکي او زینتي بوټي د دې پوهنتون په مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو کې کېنول شي.
یاد. . .
د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال د خپل معاونیت اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.
په یاده اوونیزه کاري ناسته کې، چې د بشري سرچینو، دعوت او ارشاد، اطلاعاتو او نشراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، تهیه او تدارکاتو، مالي او حسابي چارو او روغتیايي کلینیک آمرینو او د لیلیې عمومي. . .
د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالېسۍ او تضمین کیفیت کمېټو غړو ته ( د ستراتېژیک پلان مدیریت، ارزښت او اړتیا) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
یاد ورکشاپ چې موخه ترې د ګډونوالو ظرفیت لوړونه وه، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو په کچه (د تضمین کیفیت او پلان او پالېسۍ) کمېټو غړو ته دایر شو.
د یاد ورکشاپ. . .
د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د ودانۍ ترمیماتي چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د پوهنځي د مسؤلینو په وینا، د یادو ترمیماتي چارو پر مهال به د پوهنځي ودانۍ، درسي خونو او تشنابونو د تخریب شویو دېوالونو پلستر کاري، د ماتو ښیښو نوي کول، له کاره لوېدلو دروازو او کړکیو. . .
د ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال سره غونډه وکړه.
یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې په خصوصي پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب پروسو تسریع، د اکاډمیکو فعالیتونو کیفیت، متقابلو همکاریو پراختیا، د خصوصي. . .
د څېړنو او علمي مجلو مرستیال د یاد معاونیت اړوند آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار د خپل معاونیت اړوند د څېړنو، علمي مجلو او کتابتون آمرینو او مدیرانو سره غونډه وکړه، چې پر مهال یې د چارو. . .
د ننګرهار پوهنتون له خوا د ټولنیزو علومو په برخه کې نوي پرانیستل شوي نړیوال ژورنال (NUSSJ) د نړیوال معیار سریال نمبر ترلاسه کړ.
د نړیوال معیار سریال نمبر یا (International Standard Serial Number) یوه نړیواله او معیاري وسیله ده، چې د علمي مجلو او خپرونو په ارزښت، اهمیت، ترتیب، پېژندنه، معیاریتوب او لاسرسي کې مهم. . .