د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۷:۴۴
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو، عملي زده کړو، استادانو تقرر او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند له خوا لاسلیک شو.

د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند په تېر کې له خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د التقوی لوړو زده کړو موسسې اداري مرستیال زبیر حسرت، د تضمین کیفیت آمر نقیب الله مطمین او د نشراتو آمر حبیب الله لوراند هم برخه لرله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو له پېښې وروسته د محل د بررسۍ کولو تمثيل وړاندې کړ.

ياده تمثيلي صحنه، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو انسجام امريت اړوند د حقوقي کلينک عمومي مديريت له لوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال محفوظ الله عارفي په مرسته او لارښوونه د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو ته د ویناوالۍ په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګې محصلینو ته دایر شوی و، د پای په مراسمو کې یې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu