د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۲:۱۴

یاد سيمینار د انجنیري پوهنځي لسګونو تنو محصلینو ته په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې (سي، ډبلیو، ایس، ای) له خوا د علمي څېړنو معاونیت غونډو په تالار کې دایر شو، چې پر مهال یې د طبیعي پېښو مدیریت او ناورینونو د ګواښونو کمښت په هکله معلومات او روزنه ورکړل شوه.

د مسؤلینو په وینا، یاده مؤسسه ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال اړونده برخه کې محصلینو او استادانو ته لسګونه روزنیزې برنامې او علمي سفرونه برابروي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار سيمینار ته په وینا کې وویل، د پوهنتونونو علمي رسالت ایجابوي، چې د مسلکي او متخصصو کادرونو په روزلو او د علمي ظرفیتونو په پیاوړتیا سره د طبیعي پېښو او ناورینونو د خطرونو په پېژندنه، کمښت او مدیریت کې اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي همدارنګه د سيمینار په ګټو خبرې وکړې او د مؤسسې له مسؤلینو یې مننه وکړه.

د یادې مؤسسې کارکوونکو انجنير سید عبدالرحمن سادات او انجنیر زکریا محمدي د موضوع په تړاو چمتو کړي پرېزنټېشن کې د خپلو فعالیتونو سربېره د طبیعي پېښو پېژندنې، ډولونو، د ناورینونو خطراتو ارزونې، خوندیتوب تدابیرو، مقاومت لرونکو تعمیرونو جوړولو، بېړنیو حالاتو مدیریت، د پېښو پر وړاندې ټولنیز زغم، د پېښو کنټرول اړوند اصطلاحاتو او له غره څخه د ښوییدونکو تیږو د ماتولو لپاره له چاودنې پرته تخریب کوونکو موادو په هکله مسلکي او علمي معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د محصلینو پوښتنې هم ځواب شوې.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu