د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
انځور

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري کارکوونکو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون کې  تقریري ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه چې د پوهنتون د عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام او مرستیالانو په نظارت کې ترسره شوه، درې ورځې یې دوام وکړ.

د مسؤلینو په وینا، د ازموینې موخه د یاد قانون د احکامو په اړه د پوهنتون د منسوبینو د پوهې کچې ارزول، د قانون د مادو په اړه د هغوی د معلوماتو زیاتوالی، په کاري چاپېریال او چارو کې د اړوندو لارښوونو کامل تطبیق او پوهاوي پیاوړتیا وه.

د ازموینې پر مهال له ګډونوالو څخه د یاد قانون بېلابېلو فصلونو او مادو په اړه پوښتنې وشوې، چې هغوی ورته د خپلې پوهې مطابق ځوابونه ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف وویل، چې یاده ازموینه د ټاکل شوي طرزالعمل او لارښوونو په رڼا کې په شفاف، منظم او عادلانه ډول ترسره شوه.

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې د مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه او لوړو مقاماتو د فرامینو او لارښوونو له مخې خپلې چارې ترسره او د مربوطه احکامو په هکله د پوهنتون کارکوونکو سره لازم معلومات شریک کړي.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu