د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د علمي تحقیقاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمریتونو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په ملتیا د نړیوال ژورنال، علمي تحقیقاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمریتونو د چارو څخه لیدنه وکړه، چې د لیدنې پر مهال ورته د یادو څانګو د مسؤلینو له خوا په اړوندو برخو کې معلومات ورکړل شول.
د پوهنتون مشرتابه پلاوي د یادو څانګو او آمریتونو فعالیتونه مثبت وبلل او د لا ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.