علمي څېړنو آمریت

ننګرهار پوهنتون

علمي چارو معاونيت

د ننګرهار پوهنتون څېړنو آمریت

   ننګرهار پوهنتون لنډه تاریخچه د 

ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه له کابل پوهنتون وروسته د لوړو زده کړو تر ټولو لوی علمي او اکاډمیک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د حکومت د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل د (۱۳۴۲) لمریز کال د تلې په ۱۷مه د جلال اباد ښار په شيشم باغ کې کېښوده. پيل يې د طب له پوهنځي وشو، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو په کې (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه. د وخت په تېرېدو په کې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي ايجاد شول.

 د څیړنو آمریت پیژندنه

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په ننګرهار پوهنتون کې د علمي څېړنو د متخصصو کادرونو شمېر زیات شوی. د ننګرهار پوهنتون د کادري غړو او لوړ رتبه کادري غړو تر منځ د ماسټرۍ او دوکتورا (PhD) درلودونکو شمېر هم زیاتوالی موندلی دی. همدا راز د علمي کادرونو څېړنېزې مقالې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د تېرو کلونو په نسبت ورځ تر بلې زیاتې نشریږي. موږ د دې ډول بشري ځواک په درلودو کولای شو چې د علمي څېړنو په ترسراوي او وده کې مهم رول ولوبوو. همدې موخې ته د رسېدو لپاره د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د علمي څېړنو آمريت ايجاد شوی دی. د دې آمریت په ترکیب کې د څېړنو مرکزي کمیټه هم شامله ده چې د ننګرهار پوهنتون له ۱۳ ګونو پوهنځیو څخه متخصص علمي کادرونه په کې غړیتوب لري. د دې آمریت بنسټیز فعالیتونه د علمي څیړنو وده او پراختیا، د اړوندو تقنیني سندونو پلي کول او د علمي او څېړنیزو مجلو اعتبار سنجي او اعتبار اخیستنه ده.

په هر هېواد کې د پرمختګ او پراختیا لپاره ساينس او پوهې ته اړتیا وي. د ساینس او پوهې د ترلاسه کولو تر ټولو ښه وسیله علمي څېړنې دي. پرمختګ او پراختیا د اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري او صنعتي پرمختګونو مهم عناصر دي چې د هر هېواد سیاسي پرمختګ پرې ولاړ وي. څرنګه چې زیاتره ټکنالوژیکي او صنعتي تولیدات د علمي څېړنو په پایله کې رامنځته کیږي او نوی والی مومي، نو په دې اساس په نړۍ کې هیڅ داسې هېواد نشته چې له علمي څېړنو پرته اقتصادي او صنعتي پرمختګونو ته لاره پیدا کړي. له همدې کبله علمي څېړنو او ټکنالوژۍ ته لومړیتوب ورکول د یوې پرمختللې ټولنې له بنسټيزو ضرورتونو څخه دي.

 

د څېړنو آمريت لرلید

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو آمریت غواړي چې د داسې یوه څېړنیز مرکز په توګه وپېژندل شي چې د نوښتونو، ابتکاراتو او علمي څېړنو په وړاندې کولو کې مخکښ وي او اغېزناک علمي - څېړنیز چاپېریال د علمي کادرونو، د پوهنتون د فارغانو او د دولتي او غیر دولتي ادارو د ملاتړ په موخه را منځته کړي چې

د هېواد د پرمختګ سبب وګرځي.

 

د څېړنو آمريت ماموریت

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو آمریت د علمي څېړنو د ودې، پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د پرمختللو معیاري څېړنو په مرسته د هېواد ساینسي، کلتوري، سياسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته کار کوي.

 

د څیړنی آصلی یا مرکزی کمیټه

د علمي څېړنو اصلي کمیټه د تصمیم نیونې او د علمي څېړنو د طرحې لوړه مرجع ده او د وړاندې شویو څېړنیزو پروژو د ارزونې صلاحیت لري. د دې کمیټې پرېکړې د علمي شورا له تائید او د ننګرهار پوهنتون د ریاست له منظورۍ وروسته د اجرا وړ دي.

د څېړنو اصلي کمېټې دندې او واکونه:

  • د وړاندیز شویو څېړنیزو علمي پروژو ارزونه کول.
  • د علمي کادر غړو د هغو پروپوزلونو ارزول چې په علمي ترفیعاتو کې ترې ګټه پورته کيږي. همداراز د دوکتورا او ماسترۍ برنامو د محصلانو د پروپوزلونو ارزونه کول.
  • د علمي کادر غړو د هغو تېزسونو ارزول چې په علمي ترفیعاتو کې ترې ګټه پورته کيږي.
  • د څېړنو د راپورونو کتنه او ارزونه کول.
  • په وړاندې شويو څېړنیزو پروژو باندې غور او بیا کتنه او د هغوی د ترسره کولو په هکله پرېکړه کول.
  • د څېړنیزو پروژو د بشپړولو وخت ټاکل.
  • د څېړنیزو پروژو ارزونه کول.
  • په پوهنځيو کې د علمي څېړنو د کيفيت لوړاوي ته کار کول.
  • څېړونکو محصلانو او استادانو ته لارښوونه کول.
  • څېړونکو محصلانو او استادانو ته اړينې اسانتياوې برابرول.

د علمي څیړنو آمریت دندی او واکونه 

  • د علمي څېړنو عصري او په معیار برابر سیستم رامنځته کول او د اکاډمیکو، دولتي او خصوصي سکتورونو د ستونزو د حل په موخه یې پیاوړي کول.
  • د ملي اقتصاد د ودې په موخه وزارتونو، تصدیو، او نورو دولتي او غیر دولتي موسساتو سره په څېړنيزو چارو کې مرسته کول او دوی ته سلا مشورې ورکول.
  • د دولت او نورو ملي او نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د استادانو لپاره د علمي څېړنو روزنیز ورکشاپونه جوړول.
  • د پوهنځیو په کچه د ځوانو علمي کادرونو د مهارتونو د ودې لپاره د مسلکي څېړونکو د تجربو شریکول. 
  • د علمي ترفیعاتو، ماسترۍ او دوکتورا تېزسونو د لیکلو او د معیاري څېړنو د ترسره کولو لپاره ځانګړې پاملرنه کول.
  •  
  • په ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز ځواک پېژندل او هغوی سره همغږي.
  • ځوانو علمي کادرونو ته د تجربو د لېږدولو اسانتیاوې برابرول.
  • د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرکز او نورو کورنیو او نړیوالو علمي مرکزونو ترمنځ د اړيکو ايجاد او پراختیا.
  • د علمي څېړنو لپاره د ملي، دولتي او نړیوالو ادارو له لارې د سرچینو برابرول.
  • د ورکشاپونو، سیمینارونو، کورسونو او علمي ناستو له لارې د علمي څېړنیزو میتودونو سره اشنایي.
  • د ننګرهار پوهنتون د خپرنیزې پالیسۍ له مخې د څېړنو پایلې خپرول.
  • د پوهنتون علمي معاونیت ته د څېړنو آمریت د عملیاتي پلان د تطبیق راپور ورکول.
  • محصلانو ته د معیاري پایلیک لیکنې په موخه د معلوماتي سیمینارونو وړاندې کول.
  • د پوهنځیو د څېړنو فرعي کمیټو څخه د راپورونو ترلاسه کول.
  • له نورو ادارو څخه د پوهنتون استادانو او محصلانو ته د څېړنو د تمویل په موخه د (Research Grants) ترلاسه کول.