د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي د طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي په ملتيا ددې پوهنتون د طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د یادو پوهنځيو مسؤلینو او استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينې باید د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم په پوره روڼتيا او شفافيت واخيستل شي او پايلې يې په خپل وخت له محصلينو سره شريکې شي.