د گرانو محصلینو د پام وړ!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

دا چې ګرمي زیاته ده او زمونږ یو شمېر محصلین په خپلسرې توګه سیند ته د لمبلو لپاره ځي، چې د دوی دا عمل په سیند کې د غرقېدو او د مرګ خطر له ځانه سره لري، چې متاسفانه په تېرو کلونو کې هم مونږ د ورته مرګونو پېښو شاهدان وو.

د ننګرهار پوهنتون اداره له خپلو ګرانو محصلینو په جدي توګه غوښتنه کوي، چې په سیند کې د لمبلو څخه ډډه وکړي او په دې توګه ځان د مرګ له خطره وساتي.

درنښت