د عربي ژبې او ادب څانګې ماسترۍ پروګرام د نوم ليکنې خبرتيا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

د ننګرهار پوهنتون اداره په پام کې لري، چې ددې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې د ماسترۍ نوي تاسیس شوي پروګرام د کانکور ازموینې لپاره نوملیکنه وکړي.

د نوم ليکنې شرايط:

اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند.

د تذکرې اصل او کاپي.

د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.

د (٦٥) سلنه نمرو لرل.

يوه قطعه رنګه عکس (چې بکګراونډ یې سپین وي).

په شرایطو برابر کاندیدان دې د جدي میاشتې د ۷ نېټې څخه تر ۲۰ نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت ته د نوملیکنې لپاره مراجعه وکړي.

د نوم لیکنې وخت:

د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره