د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام

د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ مولوي انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس