دکرنيزاقتصاد او توسعې څانګې پېژندنه
د کرنیز اقتصاد او توسعه څانګه د کرنې پوهنځي یو له مهمو څانګو څخه ګڼل کیږي. دا څانګه د کرنې په سکتور کې د اقتصاد او ترویج اساسات مطالعه کوي او هڅه کوي د نوي او مناسبو ټیکنالوژیو پوهه د هیواد کروندګرو ته په سمه توګه انتقال کړي او همدارنګه غواړي چې د ځمکې، اوبو، واښو، ځنګلونو، د موجوده سرچینو او بشري قواوو او نور د بزګرانو د اقتصادی حالت د ښه کولو او د ملی اقتصاد د ودې لپاره وکارول شی ورڅخه اعظمي ګټه پورته کړي. د دې څانګې د جوړېدو اساسي موخه د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د محصلینو لپاره د نظري او عملي مسلکي زده کړو زمینه برابرول دي، ترڅو د هېواد دهقانۍ او مالدارۍ ټولنې او د خصوصي سکتور سره د کرنې سکتور او مدیریت، د تولید د سرچینو مدیریت، د محصولاتو او خوراکي توکو خوندیتوب ته وده ورکول، د بزګرانو د ژوند معیار ښه کول او د ملي اقتصاد دوامداره د ودې لپاره د ستونزو په تشخیص او حل کې مرسته وکړي.
د دې څانګې د کار ساحه پراخه ده، د دې څانګې زده کوونکي د څلورو کلونو په موده کې بېلابېل مهارتونه ترلاسه کوي، د هېواد د توليداتو او طبيعي زېرمو د مديريت، د هېواد د کرنيز اقتصاد، د ټکنالوژۍ د ترويج په لارو چارو او لارو چارو کې زده کړې کوي. د حاصلاتو کښت، د کرنیزو پروګرامونو پلان جوړونه او تطبیق، د کرنیزو پالیسیو او ستراتیژیو جوړول، د کرنیزو پروژو مدیریت، په هیواد کې د فارمونو او کروند مدیریت، د کرنیزو تولیداتو مدیریت، د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه او ارزښت اضافه کول، د کرنیزو تصدیو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو مدیریت په هیواد کې د نظامونو، د کورنۍ او ملي په اقتصاد کې د کرنې او مالدارۍ سکتور رول، د کرنې سکتور او د هیواد د کلیو پراختیا لویې ستونزې او ننګونې په اړه اړین معلومات زده کول. همدارنګه د علمي څیړنو د ترسره کولو د طریقو، د پروژو ارزونې بیلابیل مطالعات، د امکاناتو مطالعات، د کرنې او کلیوالي سکټور د ننګونو او فرصتونو مطالعه، تخنیکي سروې، د ارقامو تحلیل او تجزیه، د علمي راپورونو لیکل، او د علمي سیمینارونو او مونوګرافونو وړاندې کولو سره اشنايي حاصلوي.