داګرانومي څانګې پېژندنه او تاريخچه
کرنه د افغانستان د اقتصادي ودې، د خلکو د معیشت، کارموندنې او غذایي خوندیتوب له مهمو بنسټونو څخه ده. د هېواد د کرنیزو ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې او دوامدار پرمختګ لپاره د مسلکي، وړ او نوښتګر بشري ځواک روزنه اړینه ده. په همدې موخه، د اګرانومي څانګه د معیاري اکادمیک چاپېریال په رامنځته کولو سره د محصلینو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې کوي.
دغه څانګه د اګرانومي، نباتي تولید، د خاورې او اوبو مدیریت، نباتي تغذیې، اقلیمهوښیارې او دوامدارې کرنې په برخو کې علمي او عملي زده کړې وړاندې کوي، څو محصلین وکولای شي د علمي څېړنو او نوښتونو له لارې د کرنیزو تولیداتو کمیت او کیفیت لوړ او د هېواد د کرنیز سکتور له ودې سره مرسته وکړي.
د علمي څېړنو له لارې د کرنیزو ستونزو لپاره د عملي حللارو موندل، د کروندګرو د عایداتو لوړول او د غذایي خوندیتوب په تأمین کې ونډه اخیستل د اګرانومي څانګې له مهمو موخو څخه دي. دغه څانګه ټولټال ۷ تنه علمي کادر غړي لري، چې د علمي رتبو او تحصیلي سندونو له مخې یې معلومات په لاندې جدول کې وړاندې کېږي.