د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره د درملو او تعقیمي موادو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې ۸۳ ډوله درمل، د تعقیم او پاکوالي مواد په کې شامل دي، د یوې خیریه ادارې له لوري د تدریسي روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوه، څو د ناروغانو په درملنه، روغتیايي خدمتونو ښه والي او روغتون پاک ساتلو کې ترې ګټه واخلي.
د تدریسي روغتون رئیس پوهنیار ډاکتر وسیم الله سلطاني روغتون سره دا ډول مرستې د روغتیايي فعالیتونو په ښه کېدو او د ناروغانو ستونزو کمېدو لپاره مهمې وبللې او د مرسته کوونکې ادارې څخه د مننې تر څنګ یې راتلونکي کې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
