د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سي وي لیکنې او کار موندنې په هکله معلوماتي سيمینار دایر شو.
د ننګرهار پوهنتون ۱۴ ګونو پوهنځیو د ورستیو کلونو لسګونو تنو محصلینو ته د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د معیاري سي وي لیکنې او له فراغت وروسته د کار موندلو په هکله معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار چې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل صفي الله خلیلزي له لوري ارایه شو، موخه یې د محصلینو مسلکي ظرفیت لوړاوی، کار بازار ته د هغوی چمتو کول او د کاري فرصتونو د موندنې لپاره د هغوی روزنه وه.
د سيمینار پر مهال د سي وي پېژندنه، اساسي جوړښت، د غوره سي وي ځانګړتیاوې او بڼه تشریح شول او د کار موندنې لارې چارې وښودل شوې.
همدارنګه په سيمینار کې محصلینو د موضوع اړوند پوښتنې وکړې چې روزونکي استاد ورته ځوابونه ورکړل.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
