داجينري پوهنځي اکاډميک پروګرامونه

د انجینري پوهنځي اکاډمیک پروګرامونه

د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځی د افغانستان د تخنیکي او زیربنایي پرمختګ لپاره مسلکي انجینران روزي. دا پوهنځی د بېلابېلو تخصصي څانګو له لارې د انجینري مسلک په برخه کې د لیسانس (Bachelor) په سویه   پروګرامونه وړاندې کوي، چې موخه یې د هېواد د ساختماني، ښاري او چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د وړ  مسلکي کادرونو روزنه ده.

اکاډمیک پروګرامونه

د انجینرۍ پوهنځي مهم تحصیلي پروګرامونه په لاندې ډول دي:

  1. سېول انجینري (Civil Engineering)
    په دې پروګرام کې د ساختماني طرحې، سرکونو، پلونو، ترانسپورتي سیستمونو، جیوتخنیک، او د اوبو د سرچینو انجینري تدریس کېږي. محصلین د زیربنایي پروژو د طرحې، تحلیل او مدیریت مهارتونه زده کوي.
  2. مهندسي انجنیري  (Architectural Engineering)
    دا پروګرام د ودانیو د طراحې، ښاري ډیزاین، ساختماني موادو او دوامدارې ودانیزې طرحې په اړه زده کړې برابروي. محصلین د معماري رسم، ډیزاین او ساختماني پلان جوړونې مهارتونه ترلاسه کوي.
  3. د اوبو سرچینو او چاپېریالي انجینري (Water Resources and Environmental Engineering)
    دا پروګرام د اوبو رسولو سیستمونه، اوبه خور، هایدرولوژي، چاپېریال ساتنه او د اوبو مدیریت تر بحث لاندې نیسي. موخه یې د اوبو او چاپېریال اړوند ستونزو لپاره د مسلکي انجینرانو روزنه ده.

د پروګرام جوړښت

  • درجه: د انجینرۍ لیسانس (B.Eng.)
  • د زده کړو موده: ۴ کاله (۸ سمسترونه)
  • د نصاب مهمې برخې:
    • پوهنتون شموله مضامین
    • بنسټیز انجینري علوم
    • تخصصي مضامین
    • لابراتواري او عملي کارونه
    • د وروستي کال پروژه یا مونوګراف

User account menu