د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاق) تر سرلیک لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
د محصلینو د مسلکي زده کړو پیاوړتیا او مهارتونو پراختیا په موخه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو لسګونو محصلینو ته د (دفاع وکالت مسلکي اخلاقو) په اړه معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت جوړ شوی و، چې د محصلانو چارو مرستیال، د یاد امریت مسؤلینو او ګڼو محصلینو په کې برخه لرله او پر مهال یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال صفي الله عربزي له خوا محصلینو ته د موضوع په اړه هر اړخیز او ګټور معلومات وړاندې شول.
د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد په پرانیستې وینا کې د سيمینار پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د دفاع وکالت یو حساس او مسؤلانه مسلک دی، چې له مسلکي اخلاقو پرته خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
نوموړي وویل، محصلین باید د معیاري زده کړو ترلاسه کولو وروسته د خدمت په ډګر کې صداقت، امانتدارۍ او د عدالت تأمین ته بشپړه ژمنتیا ولري او د ټولنې خلکو ته په ایماندارۍ مسلکي خدمتونه وړاندې کړي.
د سيمینار ارایه کوونکي استاد د موضوع په تشریح کې د اخلاقو تعریف، مسلکي او حقوقي اخلاق، د مدافع وکیل د اخلاقو پېژندنه، د دفاع وکالت شرایط، د مدافع وکیل اخلاقي دندې او اړوند موضوعات بیان کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
