ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ پلاوي په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا په اقتصاد پوهنځي کې واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي فضل الربي یوسف په ملتیا د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکړ.
