د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!
په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې متقاعد استاد پوهاند مستعلي خان نیازي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!
انالله وانا اليه راجعون!
پوهاند نیازي د خپل ژوند زیاته برخه د ښوونې او روزنې په ډګر کې د هېوادوالو په خدمت او د زرګونو مسلکي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.
د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او منسوبین په داسې حال کې، چې د ارواښاد استاد مړینه لویه ضایعه بولي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي.
د لوى الله تعالی (جل جلاله) له درباره مرحوم استاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوو.
الحکم لله
شیخ انعام الله مدني
