د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې خبرتیا!

Event dates
Event dates -
د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتیکلچر، اګرانومي او کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو ماسترۍ برنامو ګډونوالو ته، چې وړاندې یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د یادو برنامو د ازموینې لپاره بایومتریک سبا سه شنبې ورځ د روانې تلې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سهار له ۰۸:۳۰ تر ۱۲:۰۰ بجو پورې کرنې پوهنځي کې ترسره او ازموینه د همدې ورځې ماسپښین په دوه بجو اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره