د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلینو ته ( د قرانکریم له نظره په چارو کې د پایلو سنجول) تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح له خوا د شرعیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د پوهندوی څخه پوهنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه وړاندې شو.
نوموړي د سیمینار ارایې پر مهال د یادې دیني او اخلاقي موضوع ټول اړخونه د قرانکریم او اسلامي ارشاداتو په رڼا کې تشریح او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.