د علمي چارو مرستیال د عامې روغتیا ریاست په سیمه ییز روغتون کې د طب پوهنځي اړوندو څانګو څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د عامې روغتیا ریاست حوزوي روغتون کې د طب پوهنځي د مربوطه څانګو ( ماشومانو جراحي، انتاني توبرکلوز، تنفسي روماتېزمل) څخه لیدنه وکړه، چې موخه ترې د یادو څانګو د فعالیتونو ارزونه، د استادانو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا او د محصلینو ستاژ بهیر څخه معلومات ترلاسه کول وو.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د لیدنې پر مهال په خپلو خبرو کې د یادو څانګو استادانو او مسؤلینو څخه د روانو خدمتونو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې لوړ رتبه استادان باید په پوره اخلاص ټیټ رتبه استادانو ته لارښوونه او د محصلینو عملي روزنه وکړي.
نوموړي په سيمه ییز روغتون کې د ننګرهار پوهنتون د غوره استازیتوب، د معیارونو په رڼا کې په عملي توګه د محصلینو روزنې او د ناروغانو ستونزو ته په وخت رسېدنې اړوند استادانو ته سپارښتنې وکړې او ورته یې ویل، چې د خپلو ټولو کړنو راپورونه په منظمه توګه اړوند ادارو سره شریک کړي.
د څانګو مسؤلینو او استادانو په خپلو خبرو کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ټولې چارې یې په منظمه توګه پرمخ ځي او د خپلو فعالیتونو لا اغېزمنتیا لپاره هڅې کوي.