دمعلوماتي ټکنالوژۍ څانګه
لرلید
دمعلوماتي ټکنالوژۍ څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معياري درسي او څېړنيزو پروګرامونو له لارې دخلکو د پرمختګ او د ژمنو او متخصصو کسانو د روزنې او زده کړې لپاره زمينه برابره کړي.
ماموريت
دمعلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مسلکي، څېړنيزو او مديريتي مهارتونو د لوړولو په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د باکيفيته علمي او ښونيزو خدمتونو وړاندې کول.
موخې
- دمعلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په برخه کې د متخصصينو روزنه
- دکمپيوټر، مخابراتي او بېسيم شبکو په برخه کې په نظري او عملي توګه د زده کړو ښوونه او روزنه
- دشبکې امنيت، د شبکې مديريت، سايبر امنيت او د پروژې مديريت په برخه کې په نظري او عملي توګه د زده کوونکو ښوونه او روزنه
- د کلاوډ کمپيوټنګ او مجازي خدماتو، د کمپيوټر سيستمونو ساتنه او پالنه کې زده کوونکو ته نظري او عملي پوهه تدريس کول
- د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې د تحليل، څېړنې او نوښت په برخه کې په نظري او عملي ډول دمحصلينو او استاذانو د پوهې او مهارتونو روزنه او وده
ارزښتونه
- په چارو کې د عدالت، صداقت، روڼتيا او حساب ورکونې څارنه
- اسلامي، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو ته درناوې
- د یووالي، همکارۍ او يو بل منلو روحيه پياوړې کول
- دنړيوالو ساينسي څېړنو معيارونو ته درناوی
- د ارزښتناکه اخلاقي او ساينسي اصولو په توګه انتقادي فکر (Critical thinking) ته درناوی ټولنيز عدالت او وړتيا
- دباکيفيته زده کړو لپاره هلی ځلی
- د تبعيض او تعصب مخنيوي