دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه

د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی د محصلينو د لا ظرفيت لوړونې په خاطر د موجوده امکاناتو څخه په استفادې د تدريس په برخه کې د محصل محورۍ،لکچرونو،پروجکتور د عمومي رخصتيو په وخت د انلاين ګروپونو جوړل او داسې نورو لارو څخه استفاده کوي او هم ياد پوهنځی د څلورم صنف محصلين په خپل اړونده مسلک کې د عملي زده کړو لپاره د ننګرهار ولايت مختلفو رياستونو ته د يو کال لپاره معرفي کوي چې په اړونده رياستونو کې ورته عملي زده کړې ورکول کيږي.همدارنګه بايد يادونه وکړو چې د امکاناتو ترحده د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي خپلو محصلينوته يو کتابتون هم عيار کړی چې وخت په وخت ترې محصلين استفاده کوي.

User account menu