دعامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي په اړه
د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی د ننګرهار پوهنتون له ديارلس ګونو پوهنځيو څخه دی، چې د ياد پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې د پرمختيايي پلان سره سم په ۱۳۹۱ه ش کال کې د درېو څانګو په لرلو سره تأسيس شو. یاد پوهنځی اوس مهال ۶۵۸ تنه محصلين لري، چې د تدریس چارې یې د ۱۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي. د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي تر دې دمه ۶ دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي