د ساينس پوهنځي ليدلوری، ماموريت او موخې

لرلید

ساينس پوهنځی غواړي د اغېزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو د ټولنې اړتیاوو سره سم، د معیاري تحصیلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخیزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د هيواد  په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.

ماموریت

 ساينس پوهنځی د علم تولید، معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمنو کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز ټيکاو او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.

موخې

د ساينس پوهنځي ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  1.  علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو سره د پوهنځی عیارول.
  2. د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو پراختیا او له نړیوالو منل شوو معیارونو سره یې برابرول.
  3. د لوړو زده کړو په برخه کې د شفافیت بهیر لا پیاوړی کول.
  4. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لارې پیدا کول.
  5. د زير ربطو ادارو او اشخاصو په وړاندې د پوهنځي څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.

User account menu