داقتصاد پوهنځي په اړه
د اقتصاد پوهنځي لنډه تاریخچه
اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال د ننګرهار پوهنتون د انکشافي پلان له مخې تاسیس او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ، تر دا مهاله یې ټولنې ته په زرګونو علمي کادرونه واړندې کړي چې د هیواد عامه او خصوصي سکتور په بېلا بېلو برخو کې په خدمت بوخت دي، یاد پوهنځي په پېل کې دوه څانګې لرلې، اوس دغې پوهنځي یو څه پراختیا پیدا کړې ده او لاندې څلور څانګې لري.
- ملي اقتصاد څانګه
- سوداګرۍ څانګه
- د تشبثاتو اداره او منجمنټ څانګه
- مالي او بانکي چارو څانګه
د ټولو رسمي استادانو شمېر یودیرش تنه دی چې د دوکتورا او ماسترۍ په کچه یې زده کړې کړي دي. د نوموړي پوهنځي له تاسیسه نیولې تر اوسه یې په نهه دیرشت (۳۹) دورو کې څلورزره او څلور سوه (۴۴۰۰) تنه فارغان ورکړي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي، د تحصیل دورې د اتو(۸) سمسترونو په دوران کې چې څلور(۴) کاله په برکې نیسي، د یاد پوهنځي محصلین مهم مسلکي مضامین لکه ملي اقتصاد،نړیوال اقتصاد، لوی اقتصاد، کوچنی اقتصاد، بازارموندنه، بانکداري، تمویل، پانګه اچونه، منجمنټ، محاسبه، احصایه او نور لولي، په تیره لسیزه کې نوموړي پوهنځي دوه نورې څانګې، د تشبثاتو اداره او منجمنټ (Business Administration) او د مالي او بانکي چارو په نوم پرانیستلې دي.